دضمير خاوندان کله نه خرڅيږی
بيضميره خلک دلته کښي بدليږی
د روپو مينه په خلکوکښي سيوا ده
پښتانه تل په روپو باندي غوليږی
دا شخصي عزتعزت نه دے پښتونه
دا خوزهر دی له ستوني چي تيريږی
د قام مينه تسلي ورکوی زړه ته
د لالچ دنيا د ورکه شي ختميږی
په يو ګل باندي چا کړي پسرلے دے
که تا وکړو خو قامونه په شرميږی
د جنت وطن بچيان په ډيرانونو
رزق ګوري په شرميږی او کړيږی
دالله له خوا هيڅ ظلم شوي نه دے
پښتانه د بيعقلي نه رسوا کيږی
مشران يي هم په ټيټه بيه خرڅ شی
په زورنه مي د پوي شی که پوهيږی
زه افغان په لوړه بيه هم خرڅ نشوم
کنه ډيرستونه وشول کيږی ميلاويږی
بهادرشيرافغان
سوات
مټه
Post a Comment