نور کۀ هر څۀ وایي زیار ته اجازت دے ډاکټر خالق زیار

شاعرې

اتوار، 14 اپریل، 2024

نور کۀ هر څۀ وایي زیار ته اجازت دے ډاکټر خالق زیار

 


دا خو ستا د ښکولو سترګو برکت دے

چې راوړے مې ایمان پۀ محبت دے


چې غړۍ د سړي هسکه پکښې نۀ وي

دغه ژوند خو هډو ژوند نۀ دے لعنت دے


زما خپله نشه ډېره، مستي ډېره

خو ارمان مې د ساقي د شونډو ست دے


کۀ هر څو مې ده وخت ملا راټیټه کړې

سر مې اوس هم لا د ډېرو نه اوچت دے


زړۀ مې اخلې او کۀ نه خوښه دې خپله

بس یوه خوږه خبره یې قېمت دے


د هر کوره د بارودو بوي راخېژي

هر پښتون پۀ خپلو وینو کښې لت پت دے


د جانان نامه به ناخلې پابندي ده

نور کۀ هر څۀ وایي زیار ته اجازت دے


ډاکټر خالق زیار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف