سراج الدين سراج "د درد تصوير"

شاعرې

Friday, March 8, 2024

سراج الدين سراج "د درد تصوير"

 


غزل

*

دروغ دروغ شي ريښتيا ريښتيا شي

لړي چې کېني ـــــــــ فضاء صفا شي


ډيوې کړئ بلې ـــ چې خوشالۍ شي

رڼا چې راشي ــــــــ شپه به صبا شي


زړګيه چپ شه ـــــــــ درزا پۀ وار که

څۀ مړ خو نۀ دے ـــــــ لالے به راشي


خدايه پۀ در کښې به دې څۀ کم شي

چې زۀ د يار شم ــــــــــ هغه زما شي


هر څۀ به سم شي ورک به ستم شي

چې مينه عامه ــــــــ کرکې عنقا شي


شپه به شوقدر ـــــ ورځ به اختر شی

تۀ د سراج شه ــــ سراج به ستا شي


           سراج الدين سراج

             "د درد تصوير"

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف