غزل:
نۀ سپرلے شته نۀ باران دے
ساه مې ډووب دے ورک جانان دے
د خوبانو د محفل نه
شغ چې پاسي لوئے ارمان دے
هر قيمت چې وي نو وي دې
دلته امن پرې ارزان دے
دا جمهور دے؟ دا قانون دے ؟
هر چې کيږي دلته وران دے
د وطن زره زره مې
هر يو کاڼې دور مرجان دے
ستا جنګي حوص د لاسه
مخ نکارې د انسان دے
تاسو ټول خوشحاله اوسئ
اکبر پرېږدۍ په خپل ځان دے
( بخت اکبر غني زے )
Post a Comment