اوس هم هوا کښې د تا ساه محسوسومه اشنا
د ګل خوشبو ، د ګل ګواه محسوسومه اشنا
زمونږ تر مينځ کښې يو ديوال ولاړ داسې ديوال
چې دې د غره نه هم پنا محسوسومه اشنا
چې د درزا غوندې مې زړه تجربه کړي نه وي
نظر ..... خبر ، ډواړه افواه محسوسومه اشنا
برندو بڼو ته دې پراته بلها کارونه د ژوند
زه د وختونو انتباه محسوسومه اشنا
ته خو به وائې چې بس رسم د رخصت پوره شو
خو زه دې تا حد نګاه محسوسومه اشنا
عشق و هوس خو به د يوې ونې ميوې نه وي خو
زه ئې په خوند کښې اشتباه محسوسومه اشنا
ما يو لحظه وه د وصال په شپه ډيوه مړه کړې
اوس هم په زړه داغ د ګناه محسوسومه اشنا
زما په زړه کښې د دردونو دماکې لګيا دي
خپله سينه تجربه ګاه محسوسومه اشنا
لکه بيخي چې بل څوک نه محسوسوي احساسه
کله خو داسې بې پنا محسوسومه اشنا
د روحونو د ټړون او رشته لکه د ګل د وږمې وي هر څوک يي محسوسولې شي خو بيانول او اظهار يي د جاويد احساس په څير تخليق کار کولے شي هر کله چې دغسې احساسات او جذبات د لفظونو په زرزرينو کالو په فني چوکاټ کښې په جمالياتي انداز تخليق شي نو دغه تخليق آمر شي ددغې آمر شوي تخليق ، تخليق کار د هر چا د سترګو تور د زړه ټکور وي د پښتو په شعري ادب په روان عصر کښې چې کوم ښاغلي شاعران په ادبي نړۍ کښې چې د خاص و عام د سترګو تور د زړه ټکور دي نو په هغې کښې يو محترم شخصيت ښاغلے جاويد احساس دے چې دويمه شعري ټولګه " آئينه " يي اسلام آباد ته راوړې وه خو متاسفانه د مخکښې رابطې د نيشتوالي په وجه سره ليدل ونه شول خو ولے هغه دغه ناوياته شعري مجموعه " آئينه " د خپل لاس ليک سره د جنورۍ دوه ويشتمه نيټه کال 2024 محترم حيران خټک صاحب ته پريښې وه د مارچ په اوومه نيټه د محترم حيران خټک صاحب په مشر تابه کښې پښتو ادبي فورم پيښور پښتونخوا د درې ليکوالو په درناوي کښې د اکادمي ادبيات پاکستان په رائټر هاوس کښې يوه دستوره راجوړه کړې وه نو محترم حيران خټک صاحب د ګران او زړه ته راتير ښاغلي جاويد احساس ناوياته شعري ټولګه " آئينه " زه ورته په تلوسه کښې وم په درناوي راپيرزو کړه ښه وه ساره خان بي بي سره خپل کتاب وه په دغه کښې هم د محترم حيران خټک صاحب ليک وه نو هغې ور ډالۍ کړو خو محترم حيران خټک صاحب ورته وويل ستا پښتنې مينې ته مننه وايم خو زما نه به کتاب بيه قبوله وے هغې ماته وکتل ماورته ويل د مشرانو دغه رنګ ډالۍ سوغات وي له ځان سره يي سمبال کړه.
د دواړو محترمو عمرونه دې خداے ډير کړي په صحت دې روغ جوړ وي د جاويد احساس شعري ټولګه " آئينه " خامخا واخلۍ او د زړه په مينه يي ولولۍ د لوستو وړ شاعري ده.
او شعري مجموعه آئينه صوري او معنوي حواله ښائسته چاپ دے کاغذ يي هم تک سپين او غټ دے مجلد دے ډيرو درنو د ادب استاذانو د جاويد احساس فن او شخصيت تجزيه کړے دے په دومره شاعرۍ او ليکونو په دې ګرانه ګرانۍ کښې پنځه سوه روپۍ هيڅ دي.
زه يو ځل بيا عين د عوامو عدالت کښې ولاړ
زه يو ځل بيا منظر عام باندې راغلے يمه
زما په خيال خو جاويد احساس په دې شعر کښې د خپل مزاج مطابق د انکسارۍ ښکار اخستې دے حالانکې هغه د خپلې ړومبۍ شعري مجموعې د ښې شاعرۍ په اساس د پښتو ادب په عدالت کښې سرخرو شوے دے او د پښتو د شعر د منظرنامې په بام لکه د سبا د ستوري وچت ولاړ دے.
احساسه دا پردۍ کشتۍ زما خپلې نه دي
ځکه يي زه د سوځولو واردات نه کوم
په درناوي: اقبال حسين افکار
Post a Comment