سبا به ستا لکه د واؤرې سپینه خله وي که نه؟
سبا به زه تږې د تا د دیدن یم که نه یم؟
سبا به ته داسې غني د ښکلا یې که نه یې؟
سبا به زه تاته نیولې لمن یم که نه یم؟
سبا به ته د ټولو خلکو اشنا یې که نه یې؟
سبا به زه د ټولو خلکو دښمن یم که نه یم؟
سبا به خداي خبر ماپیژنې که نه پیژنې؟
سبا به خداي خبر په تا زه میین یم که نه یم ؟
#WeekendShayeri
Post a Comment