غزل
چې دولت وَرسَره نه وي، پۀ سړو کښې حساب نه وي
کۀ زمَرے وي شېر بَبَر وي ،خو دَسْپي دَ جواب نه وي
پۀ دولت کۀ دې پښه کېښوه، پۀ عزت دې قدم کېښود
حالات زرته جناب وائي، چې زر نه وي جناب نه وي
هر يو کارئې وي نيمګړے، دَ نېستۍ به څۀ مَستي وي
چې شراب وي کباب نه وي، چې کباب وي شراب نه وي
دَ جزا پۀ ځائے سزا خورُو، دا انصاف دَ زَمانې دے
پۀ ګناه کښې مو عَذاب وي، پۀ نېکۍ کښې ثواب نه وي
هر خُفيه خُفيه سازش به، دَ شعُور پۀ چشمو وِينې
روغانيه! بصيرت ته، څۀ پرده اَو حجاب نه وي
روغانے بابا
Post a Comment