افضل بنګش / زمکه باندې ښکار د ځناورو يم

شاعرې

Saturday, March 9, 2024

افضل بنګش / زمکه باندې ښکار د ځناورو يم

 


زمکه باندې ښکار د ځناورو يم

څنګه په هوا شم بې وازرو يم


زه لکه کشمير هر چا ياد کړے يم

زه تل دهوکه شوے په سندرو يم


زه جوړې د پير بابا زيارت يمه

ټول عمر خواړلې منجاورو يم


دې وخت کې به څه د چا ځواب وکړم

زه چې بې سړو يم بې لخکرو يم


زه ګوره د هر درز نيشانه يمه

زه ګوره خرڅ شوې په ډالرو يم


ماته دې د يرې قيصې نه کړی څوک

کله يريدلې زه دا يرو يم


څو ځله اخستې سوداګرو يم

څو ځله خرڅ کړې سوداګرو يم


زه افضل! چې ځان ځان ته ګرځيږمه

نه د چا د زور نه د خبرو يم


   افضل بنګش

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف