غزل
دقــبر پــه خـــازه ددے ډیـــوې څــۀ ضـــرورت وو
ړنـدو ته په دیــــوال دآئینـــې څـــۀ ضــــرورت وو
افســوس دے چـې صباله به دبـل پښو کښې ټیټږی
نو ورک دے شی دے سر ته دشملې څۀ ضرورت وو
دخــــپلې بـــےوسۍ نــه مـــې بـلها کرکه پیدا شوه
خان جي وے ستا بچي ته دبستې څۀ ضـرورت وو
دیــدن خــو دے پریده چې غږ دے هـم چرته رانغی
اشــنا ددومــــره ډیــــرې فاصلې څـــۀ ضـرورت وو
سحر چې په جرګه کښې دغریب غوښو ته ناست ي
ملـک صــیب تحجدو تـــه دشپـــې څۀ ضـرورت وو
لــه زړۀ نـه چـې مئـین په خپل وطـن نۀ وے شاعره
ددومـــره دړدیـــدلے تــرانــــې څــۀ ضــــــرورت وو
خاجي شوے خو دخپــل منافقت نـه منعې نۀ شوے
ظالمــه سـتا طــواف تــه دکعــبې څـــۀ ضرورت وو
سحــــر نه ترمـــاښامــــه دے عاجـــز پــه انتظار وو
چـــې نــۀ راتـــلے اشنـــا نو دوعـدې څۀ ضرورت وو
(زیت الرحمان عاجز)
Post a Comment