غزل
راکــوې چې ربــــه څه
قابل نه يم دومــــره زه
چې ٸى سترګى وى مړې
په ما لــږې ډېر خــــواږه
دا ځـــوانى او دا نخـرې
تـخــــتـــوى به رانه زړه
د وطــــن دا تور نظــــام
خـــرابوى به خود مازغه
خودکشۍ کــوى ځوانان
د ژوند پيټــې شو درانه
تــود تنـــــور د چا د ياد
انتظــــار به کړې سـکاره
Post a Comment