دانشه " په مذهب کښې ده مولا نه مخکښې څه وو / بخت زاده دانش

شاعرې

Saturday, February 24, 2024

دانشه " په مذهب کښې ده مولا نه مخکښې څه وو / بخت زاده دانش

 


زما نه مخکښې ته وې خو چې ستا نه مخکښې څه ٶو

جوړه چې دنيا نه وا دنيا نه مخکښې څه ٶو 


دا ډير خلق غلط وو که دا لږ خلق غلط دې

دا اوس چې رڼا راغله دې رڼه نه مخکښې څه وو


وجود خو زه سهې شوا تا ده خټې نه راجوړ کړه

دا ساه چې دې راجوړه کړه دې ساه نه مخکښې څه وو


ده دې دور ماشوم يم باو بلا نه ، نه يريږم

بې بې په دې مې پوهه که ده بلا نه مخکښې څه وو


تا ولې بې قيمته کړه ده سر سيورې يې اورک شو 

آدمه په ژوندون کښې ده حوا نه مخکښې څه وو


تا هسې زه بدنام کړمه په پوخ ايمان کافر شومه

ما دومره قدرې وې ده ابتداء نه مخکښې څه وو


او دا اوس چې پسې ټول خلق ولاړ دې او خاموش دې

" دانشه " په مذهب کښې ده مولا نه مخکښې څه وو 


بخت زاده دانش 

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف