غزل
خیال دې ولې دومره ښه دی؟
ستا خو عمر دومره نه دی
غورځومه په کې کاڼې
زړه مې ټول اوبه اوبه دی
شړق باران پرې راوریږې
لیونی په کې ویده دی
د مرۍ نه مې تاو شوی
بیا د چا د سر ویښته دی؟
په میږې ماتوم مینه
ستا د کور د دیواله دی
تاته غږ کوې باقره!
څوک ولاړ پاسه په غره دی
شاه نواﺯ باقر
Post a Comment