د ژوند قيصه پېوست د زمکې د قيصې سره وه
دا حادثه پيدا د دغه حادثې سره وه
شرم، حيا، مستي او مينه، داسې نور عناصر
راغلي دلته زندګي د قافلې سره وه
چرته کې کور د مسلمان چرته خواهش د مئو
زما د تن خاوره شايد د مېکدې سره وه
دا خو حالاتو واقعاتو ترې پرده لرې کړه
هره غوټۍ اول راغلې د پردې سره وه
زما په خېټه کې مستي او نيستي دواړه، ولي!
چې دا زما خاوره د کومې فرښتې سره وه
څو به دي ژاړم خوار نصیبه خو چې وار شو زما
نرۍ نرۍ ږيره ئې پرېښي د توبې سره وه...
روغانې بابا
Post a Comment