عبدالرحیم روغانی

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Thursday, February 22, 2024

عبدالرحیم روغانی

 

غزل


زلفې غزل، جال یې غزل، زلفو کې هر ول غزل

تورې نرۍ وروځې غزل، خال پکې لا بل غزل


غونډه سپینه زنه ده والله چې مکمل غزل

لوړه نرۍ پوزه کې نتکۍ غوټۍ غزل غزل


دنګه نرۍ غاړه یو په سل غزل او تل غزل

هره سپینه لېچه غزل، هره سره منګول غزل


قد غزل، قامت غزل، سینه غزل او هار غزل

ترنګ غزل، غرور غزل، اقرار غزل، انکار غزل


وخت د پېغلتوب ځواني غزل، شوخ یې سینګار غزل

زړه غزل، درزا غزل، تادي غزل، تلوار غزل


څړیکې غزل، اوف غزل، مستي غزل، خمار غزل

شب غزل، شبنم غزل، چمن غزل، بهار غزل


څه دروغ رښتیا وي، د راتلو وعدې غزل غزل

څه لنډې اوږدې وي د وصال نیټې غزل غزل


کله شرابي سترګې اودې اودې غزل غزل

کله په خندا کې اننګي مڼې غزل غزل


اصل کې دا درې غزلې دي چې شي رښتیا غزل

یو دې پیدایښت، بله ځواني،  بله فنا غزل


عبدالرحیم روغاني

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف