{{{{{{{ قيصه بړ }}}}}------------->> " خاکه "
ليک:-------->> ګل محمد بيتاب
د مېاندو او نېاګانو قيصې مو يادې دي چې خپلو ماشومانو ته به ئې د شپې کولې او ماشومان به هله اودۀ کېدل چې قيصه به ئې واورېدله۔ عجيبه خبره به دا وه چې کومې قيصې کېدلې نو هغه به د بادشاهانو، شهزادګانو او شهزادګو وې۔ بلکه د هرې قيصې د پاره به بادشاه ضروري وۀ۔ بيا د هغه بادشاهانو طبعيتونه به هم ډېر عجيبه وو څۀ ناوياته فرمائشونه به ئې کول۔ اکثر به شهزادګان د پيريانو، ديوانو او جادوګرو سره جنګېدل د هغه ديوانو خصوصيات چې به قيصه کښې راغلل نو ډېر ويرونکي به وو خو شهزاده به د کوم غېبي مدد په وجه د دوئ مقابلې کولې۔ کله کله خو به يو ماشوم نيم تپوس اوکړو چې دا شهزداه ولې نۀ مري ځکه چې داسې ديوان هم دې قيصو کښې وو چې زرمنه ګرز به په اوږه ګرځولو خو مېاندو او نېاګانو به ورته په جواب کښې وئيل بچے د قيصې شهزاده نۀ مري۔ بس بيا به چا اعتراض نشو کولے۔ دې قيصو او داستانونو کښې ډېر داسې کارونه کېدل چې انساني عقل ئې منلو ته نشو جوړيدلے خو بس د وخت تېري يوه ښۀ ذريعه وه او انجام به ئې ښۀ وۀ ځکه نو هر څۀ به چې قيصه کښې وو مجال دے که چا پرې اعتراض کړے وۀ۔ تر دې چې په يو داستان يا قيصه کښې به هر څومره مبالغه وه نو خلقو به پرې هېڅ نۀ وئيل بلکه دا هر څۀ به ئې په شوق اورېدل۔ مثالونه ئې ډېر دي خو يو به ترې ذکر کړو چې د مبالغې بهترينه نمونه ده۔ لکه يوه ښځه پېرۍ يا ښاپېرۍ وه چې د هغې په تشو متيازو به اووۀ ژرندې ګرځېدلې۔ نو اوس اندازه اولګوئ چې دې به اوبۀ څومره څښلې، دا په يو شهزاده مئينه وه نو اکثر به ئې په بډه ګرځولو اوس د حيرانتيا خبره دا ده چې د دې جامې به څومره وې خو سر دې اوخوري بس داستان يا قيصه وه نو۔ خېر يو ځل شهزاده دې سره يوه کوټه کښې پروت وۀ دواړه اودۀ وو نو د پېرۍ يا ښاپېرۍ نه باد لاړل ورسره کوټه کښې طوفان راغلو شهزاده ئې اوچت کړو۔ کوټه کښې چې د لوګي د پاره کوم سُورے وۀ په هغې کښې پورته لاړو خداے خبر چې څو شلې ميله لرې ئې غورځولے وۀ چې بيا ښاپېرۍ اوموندلو۔ دا قيصې او داستانونه به د کورونو سره سره حجرو کښې هم وئيلے او لوستلے کېدل۔ د مشرانو نه مو اورېدلي وو چې د فصلونو په وخت کښې به قيصه بړ راتلل او دوي به حجرو او درمندونو يا نورو لويو ډاګونو کښې قيصې کولې او خلق به ورته غوږ غوږ وو چې دوي له به ئې د دې په بدل کښې غنم، جوار، اوربشې، ګړه وغېره ورکول۔ دوي کښې به ځينو سره د موسيقۍ يوه نيمه آله هم وه او اکثر داستان يا قيصه به ئې په نثر کښې بيانوله خو په مينځ مينځ کښې به ئې پکښې کله منظومه برخه د آلاتو سره په ترنم کښې وئيله خو د دغه مشرانو تر مخه د دوي د وېنا انداز به داسې وۀ لکه چې چا به ترې ړق نشو وهلے او د دوي د دلچسپ انداز له کبله به کله کله خو يوه قيصه دوي په هفتو هفتو اوروله۔ دغه قيصې به ترې سړو واورېدلې دوي به کورونو کښې ښځو ته اوکړې ښځو به د خپلو نورو قيصو سره په ذهن کښې جمع کړې او خپلو ماشومانو ته به ئې د شپې کولې۔ دغه هنر مند قيصه بړ مونږ نۀ دي ليدلي خو د نياګانو او مېاندو قيصې مې اورېدلې دي۔ ما به تل دا ارمان کولو چې کاش دغه قيصه بړو کښې مې چرته يو خو ليدلے وے يا ئې چا ريکارډنګ کړے وے نو څۀ خوند به ئې وۀ خو دا ارمان مې نۀ پوره کېدلو۔ البته ډېر په خوارو مې د جديدې زمانې يو قيصه بړ پېدا کړے دے او زما يقين دے چې دۀ يا خو خپله دغه قيصه بړ ليدلي او يا ئې داسې څوک ليدلي دي چې د دغه قيصه بړو انداز ئې وۀ او دۀ ترې استفاده کړې ده ځکه نو د هغوي انداز ئې خپل کړے دے۔ البته دۀ ته زما نه بدله شوې وه او د اورېدلو په ځاے خبره ليکلو ته راغلې وه۔ بله دا چې اوس هغه شان قيصې هم نۀ دي چې پکښې دې ماورائي مخلوق کارونه کوي بلکه د داستان نه خبره ناول ته رارسېدلې ده ځکه نو دۀ هم خپل فن د دې په ذريعه راښکاره کړے دے او د يو قيصه بړ په نامه ئې ځانله مقام حاصل کړے دے۔ دا ځانله يوه دلچسپه خبره ده بلکه حادثه ده چې دے څنګه ناول نګار شۀ او څنګه ئې دا فن راښکاره شۀ خو دا قيصه بړ مناسبه تنه لري دا وخت چې د اوياؤکالو دے د مضبوط او کوټلي وجود څښتن دے۔ ښکلې څهره ئې ده چې د يو خوږ دروند مشر مينه پرې ماتېږي۔ د خبرو انداز ئې هم ډېر زړۀ راښکون لري خپله وائي او بل ته هم غوږ ږدي۔ آواز ئې هم درميانه دے۔ په قد برابر او ښۀ چاق چوبند ښکاري، د روايتي پښتنو مشرانو غوندې مهربانه او مشفق سړے دے، د چائے ډوډۍ هم مړنے دے او که څوک ئې مېلمه شي نو په قدر عزت کښې ئې هېڅ کمے نۀ کوي، د يارانو دوستانو سره تعلق په نره پالي۔ البته په وروستو کلونو کښې ډېرې ناستې او سوچونو د شوګر په مرض اخته کړے دے۔ ادبي غونډو او مجلسونو له داسې ډېر نۀ ځي خو بېخي ترې قسمي هم نۀ دے که چرته داسې خاص غونډه وي نو کله کله دوه څلور کاله پس پکښې حاضري لګوي۔ نور څۀ کار روزګار ئې شته نۀ ولې چې نوکرۍ نه پېنشني دے۔ دوه لوڼه او دوه ځامن ئې دي هغه ئې ټول ئې وادۀ کړي دي نو بس نمسا نمسو سره مشغولېدل او جومات ته په باقاعدګۍ د تګ نه علاوه بس ليکل کوي۔ کېدے شي چرته پخوا به ئې مطالعه کوله خو اوس داسې خاص ډېره نۀ کوي بلکه ليکل ئې مشغله ده او کومې قيصې ئې چې ذهن ته راځي هغه د ناولونو په شکل کښې ليکي او که اوګورو نو ګرم ځکه نۀ دے چې په وروستي عمر کښې د کلي نه ښار ته راغلے دے نو دلته خو هغه شان ماحول نشته چې څوک دې حجرو کښې مشرانو يا همزلو سره قيصې کوي نو چې څۀ ئې په زړۀ وي هغه ليکي۔
دا قيصه بړ د چارسدې ضلعې د شب قدر علاقې سره تعلق لري او بيا دغلته د هغه کلي دے چې د کانګړې په ټس کښې تلے وۀ اتفاق به ورته اووايو خو د بټګرام اکثر اوسېدونکي چې زۀ ئې پېژنم نو اکثر د بل په ټس کښې وهلے شوي او په تکليف شوي دي۔ دے هم د دغسې حالاتو سره څو څو ځله مخ شوے دے خو د ټولو نه اهمه واقعه پکښې دا ده چې د دۀ د ترۀ زوے پېښور ښار کښې څوک وژلے وۀ نو د قتل دعوه په دۀ هم شوې وه خو ښۀ وه چې په خېر ترې خلاص شۀ۔
قيصه بړ چې په کلي علاقه کښې لسم جماعت پاس کړو نو لکه د کلي علاقې د نورو ځوانانو غوندې د دوبۍ او نوکرۍ په چکر کښې شۀ۔ دوبۍ ته په تګ ئې وس نۀ راتلو نو د نوکرۍ په لټون کښې فوځ کښې بهرتي شۀ۔ اېبټ آباد کښې شپږ مايشتې د ټرينګ پوره کولو نه وروستو لاهور ته تللو۔ دېرش روپۍ مياشت تنخواه ئې وه ټولې روپۍ چې څۀ ورسره پاتې وې هغه ئې مور له ورکړې وې چې هغې ورله پرې يوه سواتۍ ټوپۍ، نوې جامې، څادر او پنجه دارې څپلۍ اخستې وې څۀ به ئې ترې ځانله لګولې وې او دېرش روپۍ ئې دۀ له کرائي او خرچې له ورکړې وې۔ دۀ چې نوې جوړه جامې واغوستې ټوپۍ ئې په ښکر کېښوده او څپلۍ ئې په يو خاص انداز په پښو کړې وې چې پياړمې ئې ورله خلاصې پريښې وې د بارک مخې ته برنډه کښې ناست وۀ چې دې کښې حوالدار مېجر صېب حاضري اخيسته د پروېز نوم ئې واورېدلو خو دۀ اووې دا به بل څوک وي دې کښې ورته چا اووې چې هغه خو مخامخ برنډه کښې ناست دے۔ آواز ورته اوکړے شۀ او چې دے ورتلو نو ځان ئې د دوړو نه بچ کولو خو چې ښۀ سم د دوړو ځاے ته اورسېدلو نو حوالدار صېب ورته حکم اوکړو چې په بازي نګرو راځه په فوځي نوکرۍ کښې د انکار ګنجائش خو وي نۀ نو په سرکونډو سرکونډو ور روان شۀ ټوپۍ، جامې ئې په دوړو اولړلے شوې څپلۍ ترې وتلې وې او لکه د خړ ګيدړ د حوالدار صېب مخې ته حاضر شۀ چې هغۀ ورته ډېر په طنزيه انداز کښې اووې خوند ئې درکړو که نۀ؟ خو دې قسمت ته ګوره چې څۀ موده پس ته بيا دغه او نور حوالدارن د دۀ شاګردان شول چې بيا به ورله دۀ دغه قسمه سزاګانې ورکولې۔ وجه ئې دا وه چې په هغه زمانه به اکثر سپاهيان ان پړھ وو او دۀ خو د خوش قسمتۍ نه لسم جماعت پاس کړے وۀ۔ نوکرۍ ته د اېجوکېشن ټريننګ له لاړو دغه ټرينګ د پي ټي سي برابر وۀ چې بيا اېجوکېشن يونټ ته لاړو او هلته استاد مقرر شۀ۔
د فوځ نوکري ښه وي او کۀ بده خو پروېز شېخ له ډېره ښۀ شوه ولې چې په دغه دوران کښې ئې اېف اے او بي اے اوکړل څلور کاله اووۀ مياشتې پس ته چې ئې د فوځ نوکري پرېښوده او کلي ته راغلو نو په دغه سرټيفيکېټ پي ټي سي استاد بهرتي شۀ بيا ئې د ماشومانو سره کار شۀ او دۀ څۀ فرق ځکه محسوس نۀ کړو چې فوځ کښې هم منل وو او د استاد په حېث به ئې هم سکول کښې ماشومانو خبره منله ولې چې ماشومانو ته خو خپل د پرائمري استاد د سقراط او البېروني غوندې ښکاري او چې رشتيا خبره وي نو په هغه زمانه به ډېرو کمو استاذانو بي اے کړې وه بيا د تعليم محکمه کښې د نوکرۍ نه وروستو ئې ايم اے اردو اوکړه نو نشه ئې نوره هم اوچته شوه ځکه چې دا د هغه وخت ټولو نه اعلیٰ تعليم وۀ۔ دا حقيقت دے چې اوس هم د استاذانو تنخواګانې کمې دي خو په هغه زمانه کښې ګزاره هم پرې ګرانه وه ځکه نو ايران ته لاړو او هلته ئې څوارلس مياشتې تېرې کړې چې دغه سفر ورله زړۀ او ذهن ډېر روښانه کړل۔ د ايران مختلف ښارونه، وغېره ئې اوليدل او ډېر خوند ئې ترې واخستو۔ واپسۍ کښې بيا درخواست ورکولو سره په زړه نوکرۍ بحال شۀ۔ د ايران د رسمونو رواجونو وغېره پحقله ئې خپل يو ناول شپونکي کښې ليکل کړي دي۔ بهر حال دلته يوه ورځ چا اووې چې ايم اے انګريزي کول ګران کار دے خو دۀ دغه چېلنچ قبول کړو او انګرېزۍ کښې ئې ايم اے اوکړه۔ البته عجيبه دا اوشوه چې د نن وخت دا نامتو ناول نګار پريوس کښې د ناول په پرچه کښې فېل شوے وۀ چې د فائنل سره ئې دغه د پريويس پرچه هم پاس کړې وه ظاهره خبره وه چې د ايم اے اردو او ايم اے انګرېزۍ نه پس ته به د دۀ خيالات بدلېدل خو مسئله دا وه چې کلي کښې اوسېدو او تنخوا ئې په حکومت اوړېدله دغه ئې غنيمت ګڼلے وۀ ځکه نور د څۀ نه نۀ خبرېدو خو خير په کال 1985ء کښې د تعليم د محکمې د سبجېکټ سپېشلسټ پوسټونه اعلان کړي وو چې په هغې ئې خپله بهرتي کوله خو کله چې پروېز شېخ ورغلو نو هغه د ډائريکټرېټ بابو ترېنه د ايم اے سره د بي ايډ ډګري اوغوښته کومه چې دۀ سره نۀ وه او د دفتر نه نامراده را روان شۀ خو دغه نا مرادي ورله ښه شوه ولې چې اودړدېدلو او د دغه دړد او اضطراب په حالت کښې چارسدې ته په بس کښې روان وۀ چې واحد ګړهۍ پېښور ته اورسېدو نو زړۀ ئې راډک شۀ او د زړۀ د سوزه ئې دعا اوغوښته چې پکښې په غېر ارادي طور سره دا اووې خدايه پاکه يا خو راله دا د سبجېکټ سپېشلسټ پوسټ راکړې۔ يا راله واحد ګړهۍ سره باغ کښې جوړه دا بنګله او باغ راکړې يا مې مصنف کړې چې د خپلو خيالاتو اظهار کولے شم او يا مې لېونے کړې۔ بس چې کور ته اورسېدو نو د دعا يوه برخه ئې داسې قبوله شوه چې په پاڼو ئې ليکل شروع کړل او څلور مياشتو کښې ئې ناول په رف توګه تيار شۀ چې نامه ئې “توده بکره” وه بيا دريو څلورو کلونو کښې نۀ صرف ناول تيار شۀ بلکه ورسره ئې سي ټي او بي ايډ هم اوکړل د پبلک سروس کمېشن په ذريعه د انګريزي سبجېکټ سپېشلسټ مقرر شۀ او ګورنمنټ هائير سکينډري سکول کښې ئې کار شروع کړو دا ئې لکه د دعا بله برخه قبوله شوه، پېښور کښې ئې د نوکرۍ په دوران کښې دوه درې کورونه اخيستي دي او که هغه خرڅ کړي نو کېدے شي د واحد ګړهۍ هغه باغ او بنګله به پرې اوشي بس صرف يوه خبره پکښې پاتې ده خداے پاک دې د لېونتوب نه ساتي البته که په ژور نظر ورته اوکتے شي نو د لېونتوب علامې هم پکښې شته چې د هغې ذمه دار نوموړے ترقي پسند ليکوال سليم راز صېب او ورسره د دوي د علاقې نامتو ليکوال ډاکټر مصطفیٰ کمال دي هغه داسې چې په کال 1988ء کښې پروېز شېخ وړومبے او اخري ناول توده بکره چاپ کړے وۀ او نور په قلاره ناست وۀ خو په کال 2008ء کښې د نامتو ليکوال ډاکټر شېر زمان طائزي صېب د جنازې نه په واپسۍ دوي دواړه دۀ پسې د پېښور کور ته ورغلل او ورته ئې اووې ستا څۀ خيال دے چې ګني پښتو کښې په يو ناول چاپ کولو تا ډيلے فتح کړو په دې خو دې ايله چل زده کړو شابه ليکل کوه او چاپ کوه دې وېنا سره دے ليکلو ته داسې ورلاندې وتو چې دا ئې د ژوند مقصد اوګرځولو او د خوش قسمتۍ نه ورپسې زر د نوکرۍ نه هم رئټائرډ شۀ نو بس په مخه ليکل کوي او چاپ کوي۔ دا دے شمېر ئې پنځويشتو ته رسيدونکے دے ولې چې څلورويشت ئې چاپ دي او پنځويشتم ئې د سلور جوبلي په نامه چاپ کېدونکے دے۔ محترم سليم راز صېب او مصطفیٰ کمال صېب ئې د ناولونو نه خبرېږي چې په مسلسله توګه چاپ کېږي خو نور دا غم ئې نۀ کوي چې مسلسل ليک ورله صحت تباه کړو۔ د ډېرې ناستې او سوچونو په وجه ئې شوګر دے د پېسو نه خلاص شوے دے بلکه خبره ئې دې حد ته رسېدلې ده چې د پنشن روپۍ اخلي او پبلشرانو له ئې ورکوي ولې چې دۀ پرې د وړاندې نه ناول چاپ کړے وي دې صنف کښې لوے نوم لري او د ناول پنګه ئې تر ډېره حده درنه کړې ده پښتو کښې د ټولو نه د زياتو ناولونو ليکلو او چاپ کولو ريکارډ ئې قائم کړے دے اوس د ناولونو معيار ئې څنګه دے نو دومره ډېر ئې ليکلي دي چې په دې کښې عاميانه، درميانه او د اعلیٰ کچ تخليقات شته ځکه چې د اباسين آرټس کونسل او نورو ادبي ټولنو لخوا ورته وخت په وخت ايوارډونه ورکړے شوي دي۔ دغه شان د ژوند او فن پحقله ئې دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو شاعر، اديب، افسانه نګار او محقق اياز الله ترکزي صېب چاپ کړے دے چې نوم ئې دے “پروېز شېخ ژوند او فن” دې کښې دۀ هغه ليکونه راغونډ کړي دي کوم چې مختلفو ليکوالو د پروېز شېخ د ناول نګارۍ پحقله کړي دي۔ په دغه کتاب کښې اياز الله ترکزي صېب تجويز وړاندې کړے وۀ چې د ډېرو ناولونو ليکلو په وجه دې پروېز شېخ ته شېخ الناول اووئيلے شي خو دۀ نه څو کاله پس ته نوموړي ليکوال محقق ډاکټر نګاه حُسېن نګاه صېب ورته د بابائے ناول خطاب ورکړو۔ دۀ تر دغه دمه د پروېز شېخ په چاپ ناولونو تبصرې کړې دي او دومره په جوش کښې راغلے دے چې دا ئې هم ليکلي دي ژوندي خو پرېږده چې مړي هم د پروېز شېخ د ناولونو تپوس کوي بيا ئې د خوب يوه واقعه ليکلې ده۔ د ډاکټر نګاه حُسېن صېب دا خبره کۀ څۀ هم زما خوښه شوه ځکه د پروېز شېخ په حق کښې ځي خو د دليل په توګه ئې نشو منلے ځکه خداے مۀ کړه که چرته سبا له بل څوک ليکوال يا خپله ډاکټر نګاه صېب داسې خوب اوويني چې پروېز شېخ سره د ناولونو په ناګمان لاهو کړئ نو بيا به څۀ کوو۔ خبر نۀ يم چې ډاکټر نګاه صېب ته به معلومه وه که نۀ خو د بابائے ناول خطاب پبو کښې د کامل پښتو ادبي جرګې لخوا ډاکټر شېر زمان طائزي صېب ته ورکړے شوے دے او باقاعده د ادبي روايت مطابق د يو قرارداد په منظورولو دا کار شوے دے۔ اوس که مونږ د دغه ادبي روايت نه سترګې پټوو نو بيا خو به ډېر باباګان سر اوخوري، پکار خو دا وه چې پروېز شېخ له يو بل خطاب ورکړے شوے وے او پۀ دې حقله يو قرارداد منظور شوے وے که داسې د يو تن دوه خبره شي نو ځوان ليکوال شاعر، محقق او نقاد سميع الدين ارمان صېب چې څو اهم کتابونه ئې د تنقيد او تحقيق چاپ کړي دي د پروېز شېخ يوولسم ناول “ ورکې لارې ” د بحث لاندې راوستے او بېخي د ناول د معيار نه ئې غورزولے دے بلکه تر دې ئې ليکلي دي چې ليکوال د مذهب او رياست په سرسري نتائجو بحث کړے دے خو د دې د تاريخيت په ارتقاء کښې د دواړو د مثبت منفي کردار په ګوته کولو نه ئې ډډه کړې ده او هم دلته ئې ورسره سوال پورته کړے دے چې دا د ناول غوښتنه ده، مصلحت دے، ادبي خيانت دے او که انټليکچول ډس هانسټي؟ چې ورسره زمونږ د دور يو بل نامتو ځوان نقاد فېصل فاران يوه خُلۀ دے هغه د ښو ناولونو د مثالونو د پاره د نصيب الله سيماب او ښاغلي حيات روغاني د ناولونو مثالونه ورکړي دي کوم چې ډېرې واضحه او مقصدي مفکوري لري او يقيناً د پروېز شېخ په ناولونو کښې دا قسمه خبرې نشته۔ نوموړي محقق او نقاد رشيد احمد صېب چې څو کاله وړاندې د پښتو د ناولونو سل کلن جاج اخيستے او خپل کتاب ئې پښتو ناول سل کاله چاپ کړے دے نو په هغې کښې ئې د پروېز شېخ ناولونه نظر انداز کړي دي په دې وجه به ورته ما تل وئيل چې تاسو يو داسې ناول نګار نظر انداز کړے دے چې تر اوسه ئې پښتو ژبه کښې د ټولو نه زيات ناولونه ليکلي او چاپ کړي دي خېر هغۀ د دۀ د ناولونو پحقله يوه مقاله اوليکله او “پښتون” مجله کښې چاپ شوه خو د رشيد احمد صېب په قول کله چې ما پروېز شېخ د دې مقالې د چاپ نه خبر کړو نو دغه ورځو کښې پرې د ډاکټر نګاه حسېن نګاه صېب کتاب چاپ شوے وۀ ماته ئې ډېر په لا پرواهۍ اووې په مقالو څۀ کوې اوس خو خبره کتابونو ته لاړه او زما توجه اوس مقالو ته نۀ بلکه کتابونو ته ده۔
زۀ کولے شم چې د پروېز شېخ د اکثرو ناولونو په قيصو بحث اوکړم او خلاصې ئې وړاندې کړم خو خبره به اوږده شي البته په مختصره توګه به دا اووايم چې هغه داسې ناول نګار دے چې قيصه مخ په وړاندې بوځي د کومې نظرئې يا مفکورې غم نۀ کوي بس قيصه شروع کړي او په خوند خوند مخ په وړاندې روانه وي او او څو چې بنده پوهېږي نو قيصه سر ته رسېدلې وي۔ د پخوانو قيصه بړو غوندې وخت په وخت داسې واقعات رامخې ته کوي چې لوستونکے پرې مشغول اوساتي زما په خيال د ناول په پلاټ خواري کوي انجام ئې هم په خېر کوي خو چونکه ډېر وخت د ماشومانو استاد پاتې شوے دے نو د ناول لوستونکي هم ورته ماشومان ښکاري ځکه نو څۀ چې دۀ ته سم ښکاري هغسې ئې بيانوي دا غم ئې نۀ کوي چې د دۀ بيان ته لوستونکے ګوته نيولے شي چې دې کښې کردارنګاري کمزورې ده يا کومه مفکوره پکښې نشته بلکه د قيصه بړغوندې صرف بيان او واقعات په دلچسپه پېرايه کښې بيانوي۔ کله کله داسې هم اوشي چې د دود دستور او قانون مطابق چې څنګه خبره يا کار پکار وي هغسې نۀ وي خو چې څوک دۀ ته هغه ځاے په ګوته کړي نو ډېر په لاپرواهۍ سره اووائي چې دغه خبره پکښې شته خو تا به سمه لوستې نۀ وي او يا به پرې پوهه شوے نۀ ئې۔ دا علم، ادب پوهنه او ژوره مطالعه غواړي ما خو چې ترې څو څو ځله دا تپوسونه اوکړل او دۀ دغه شان جوابونه راکړل نو يوه پخوانۍ خبره راياده شوه چې ما د مشرانو نه اورېدلې وه او د پروېز شېخ د دې جواب سره ئې څۀ نه څۀ تعلق شته نو ځکه ئې بيانوم۔ وائي چې د يو بادشاه دربار ته يو سړے راغلو او د راتلو سره ئې بادشاه ته اووې صېب ما تا له يوه ناوياته تحفه راوړې ده۔ دا پټکے دے چې ستاسو په سر ئې ايښودل غواړم خو دا پټکے به صرف حلالي بنده ته ښکاري حرامي ئې نشي ليدلے۔ تخت ته ورنزدې شۀ او د بادشاه په سر ئې داسې کېښودلو لکه څوک چې پټکے د چا په سر ږدي۔ بيا ئې وزيرانو ته مخ راواړولو وې پټکے د بادشاه سلامت په سر څنګه ښکاري هر يو بې شماره ځل واه واه او نور د تعريف کلمات اووئيل سړي بيا د جېب نه شيشه راوويسته او بادشاه سلامت ته ئې مخې ته اونيوله۔ بادشاه هم د پټکي ډېر تعريف اوکړو۔ سړے د لوے انعام او اکرام سره لاړو۔ بادشاه کور ته لاړو او ملکه ئې خبر کړه هغې چې تفصيلات واورېدل نو هغې ئې هم څۀ ډېر تعريفونه اوکړل۔ بادشاه سره زړۀ کښې فکر شۀ ولې چې پټکے ئې نۀ ليدلو خو د خلقو د ويرې ئې غږ نۀ کولو خو آخر په دريمه څلورمه ورځ ئې ملکې ته اووې چې دا پټکے خو ماته نۀ ښکاري ملکې ورته اووې بادشاه سلامت چې پټکے وي نو تۀ به ئې اوويني ما خو هم د ويرې غږ نشو کولے چې هسې نۀ د حرامي توب فتوه راباندې اولګي بادشاه چې بهر دربار ته راغلو او وزيرانو ته ئې اووې نو هغوي هم اووې بادشاه سلامت د خپلې ويرې مو غږ نشو کولے۔ مونږه هم د دې ويرې په ځينو واقعاتو غلي شو چې هسې نۀ د بې علمۍ او بې ادبۍ ټاپه راباندې اولګي ګني نو هغه خبرې پکښې د سره نۀ وي۔ يوه خبره بله هم ما د پروېز شېخ صېب د ناولونو د لوستو په وخت محسوس کړې ده چې دے تادي ګرے دے او کوشش کوي چې په منډه منډه قيصه سر ته اورسوي ګني نو په ناول يا اوږده قيصه کښې ضروري وي چې ليکوال دې د ښو يا بدو پېښو د پاره موزون حالات جوړ کړي خو پروېز شېخ د دې هر څۀ نه بې نيازه لکه د قيصه بړ دا هر څۀ په حادثاتي، اتفاقي او ډرامائي توګه کوي۔
نورې خبرې ځکه نۀ ليکم چې د پروېز شېخ د ژوند او فن پحقله د دوو کتابونو نه علاوه يو تن پرې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نه د ايم فل مقاله ليکلې ده او بل دا وخت د پېښور يونيورسټۍ نه پرې د پي ايچ ډي د کچ مقاله ليکي۔ اُميد دے چې دوي به پخپلو خبرو کښې دا هر څۀ رانغښتي وي ۔
پروېز شېخ په عام ژوند کښې ساده باده سړے دے هېڅ چل ول پکښې نشته ورسره يو جذباتي انسان دے په وړو وړو خبرو خوشحالېږي او خفه کېږي۔ کله کله خو د دې جذباتو په وجه تېروځي او بيا ورته سمه خبره هم ورانه ښکاري لکه تېر کال د تاڼي ادبي جرګې ملاکنډ لخوا په کتابونو ايوارډونه ورکړے کېدل نو د دغه جرګې سېکتر نوموړي ليکوال فضل معبود صائم ماته اووې چې تۀ به د پروېز شېخ صېب سره يو ځاے راشې ځکه د هغۀ کتاب يعني ناول د ايوارډ د پاره منتخب شوے دے۔ ما پروېز شېخ ته اطلاع ورکړه خو دۀ چې کله د صائم صېب نه تپوس کولو نو هغه د پروګرام جوړولو کښې مشغول وۀ اصل خبره ترې هېره شوې وه خو چې د ججانو رپورټونه ئې اوکتل نو ورته ئې مېسج اوکړو چې شېخ صېب ستا ايوارډ نشته وروستو چې ورته ياد شوي وو نو دوباره ئې ورته مېسج کړے وۀ چې ايوارډ دې شته وجه ئې دا وه چې د دۀ ناول خو هډو ججانو ته ځکه نۀ وو لېږلے شوے چې د بل چا ناول موجود نۀ وۀ نو بلا مقابله د ايوارډ حقدار وۀ خو دے دومره جذباتي او غصه شوے وۀ چې ايوارډ شته هم ورته نشته ښکارېدلو دغه شان يو ځل ورته چا وئيلي وۀ چې يو ملګري د اياز الله ترکزي صېب په دکان اعراف پرنټرز کښې ستا په ناول نګارۍ خبرې کولې چې پروېز شېخ ښۀ ناولونه نشي ليکلے بس خو څۀ قيصې ميصې اوليکي او چاپ ئې کړي۔ په هغه سړي خو ئې وس نۀ رسېدلو نو د اياز الله ترکزي صېب نه زړۀ بدے شۀ او بهانه ئې ورته دا اوکړه چې ستا د کمپوزنګ نرخ ګران دے چې بيا ورله ما روغه کړې وه ۔
پروېز شېخ خپلو ناولونو له شاعري هم د ضرورت مطابق خپله کوي او دغه شعرونه ئې که ډېر ښۀ نۀ دي نو بد هم ورته نشو وئيلے د دې مطلب دا شه چې په دۀ کښې پټ يو شاعر شته کوم چې دۀ پخپله غلے کړے دے او باقاعده غزلې يا نظمونه ئې يا خو نۀ دي ليکلي او يا ئې چرته اورولي او چاپ کړي نۀ دي خو د نورو په شعرونو ډېر ښۀ پوهېږي۔ د ناولونو نه علاوه ئې يوه ډرامه “لوبه د پېسې ده” او يو انګريزي کتاب ؛ poetic disputation : ليکلے او چاپ کړے دے
دې نه علاوه وخت په وخت ئې د پښتو نه انګرېزۍ ته ترجمې کړي دي چې په معتبرو مجلو کښې چاپ شوي دي
لنډه دا چې پروېز شېخ د ناول په مېدان کښې دومره کار کړے دے چې تر اوسه ئې څوک سيال نشته دا ناولونه به ئې تل تر تله ژوندے ساتي او زما د پاره خو دا خبره پوره ده چې په هغۀ مې د پخواني قيصه بړ مينه ماتېږي تاسو ته هم دا مشوره درکوم چې يو ځل ضرور دا قيصه بړ اووينئ ګني بيا به ارمان کوئ
ګل محمد بېتاب
2020/12/20
Post a Comment