زړۀ مې سپا ؤ د يارانو په دام نه پوهېدم
چې څۀ به کېږي هم په دغه انجام نه پوهېدم
پر هره لاره به غماز ؤ راته چل جوړ کړی
چې پر قدم قدم به ومه ناکام نه پوهېدم
ما تل بخښنه غوښتنه ما به ضرر نه رساوه
داسې هم نه وه چې په خپل انتقام نه پوهېدم
اوس پرې خبر شوم چې رقيب ولې ايمان بايللو
څومره ساده وم په تهمت او الزام نه پوهېدم
ما خو ويل چې شاعري به دومره ګرانه نه وي
ليکواله زه چې په مفهوم د کلام نه پوهېدم
------------
امير محمد ليکوال
Amir Muhammad Likwal
Post a Comment