نسیم ستوری / چې رڼا مې په لېمو ده

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Friday, February 23, 2024

نسیم ستوری / چې رڼا مې په لېمو ده

 

چې رڼا مې په لېمو ده

هره ورځ مې د پښتو ده  


خوشبوې ترې نه خپرېږي 

دا د عطرو د وږمو ده


چې پښتون پرې ژوندی پاتي

دا د هسکو د شملو ده 


هم قانون دی هم مې  ژبه

دغه مور د پښتنو ده


د خپل سر په بدله هم

دا ساتلي مېړنو ده


ډیري سختي ئې لیدلي

را لوی شوي په غرمو ده


په اغزې اغزې ماحول کې

دا ژوندۍ هم تر پیړو ده


دا زما او ستا د ټولو

غېرتمندو ننګیالو ده



که خوږه ده هم ښایسته ده

په ښایست د پلوشو ده


څومره پاکه ئې لمن ده

دا د پاکو عقیدو ده


هره ورانه پرې جوړېږي

دغه ژبه د جرګو ده


نسیم ستوریه څومره ښکلی

چې په تول هم د  درنو ده

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف