غزل
جانان چې ما باندې ستم وکړي او سم وکړي
زړۀ مې راډک شي سترګې نم وکړي او سم وکړي
زما او ستا پۀ جدایۍ خلکو اختر کړے دے
راشه پخلا شه چې ماتم وکړي او سم وکړي
زما د زړۀ په شاړه زمکه تش ازغي ټوکیږي
ته لږ مسکے شه چې شړشم وکړي او سم وکړي
ستا د قاتلو سترګو زور ته به ځان څوک اونیسي؟
په زړه ګوزار لکه د بم وکړي او سم وکړي
ما چې مغروره یار ته کله د راتلو ویېلي
صفا انکار وکړي، قسم وکړي او سم وکړي
هغه زما په حال خبر کړئ ورته دا ووایئ
چې د طاهر چرته څۀ غم وکړي او سم وکړي
طاهر ترنګزوال
Post a Comment