يو وخت وو چې به خلق شوکېدل په طمانچه
ما هم چرته ليکلے وو ناول په طمانچه
تپوس دې چرته کړے وو سړيه ترې يو وار ؟
چې مړ شو نو دې ځوﺉ دې څه کول؟ په طمانچه
ځه ټيک ده زه بزدل وومه له جنګه ويرېدم
تا کوم داسې سرونه به راؤړل په طمانچه
لالا خو مې جنګ نه کاوو مېدان يې ګرماوو
لالا خو مې تش خلق ويرول په طمانچه
دا چل دے نو په کلي کښې شوملې غواړي په سوال
چې پلار يې قلنګونه اخستل په طمانچه
مونږ چرته په مرغۍ پسې رانه ښکله لينده
او تاسو به سړو! سړي ويشتل په طمانچه
د کونج باتوره مه کوه د بد سړي پېخې !
له دې ځايه خو نه لګي کابل په طمانچه
بابا مې د غوږونو نه خلاص کړے ووم قابو
ما کړے وو يو ډز چرته يو ځل په طمانچه
دا يو دښمن مې ښه دښمن دے بل دښمن مې بد
دا يو مې په ټوپک ولي دا بل په طمانچه
اقباله ! مړه خو دي خو چې سړي دي که پېريان؟
لس شل ترې په چاړه مړه دي لس شل په طمانچه
#اقبال_مومند_شهيد
Post a Comment