عارف نسیم فیضی

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Sunday, December 3, 2023

عارف نسیم فیضی

 

دلربا! غمونه ګڼ دي

زۀ تنها، غمونه ګڼ دي


ته علاج صرف د مينې

او زما غمونه ګڼ دي


ته زما نه زيات غمژن ئي

يره ستا غمونه ګڼ دي


د ښار غم "يو انډوخر دے"

د صحرا غمونه ګڼ دي


د  سبا غم يو روزګار دے

د بيګا غمونه ګڼ دي


يمه چپ ګيني عارفه

د وينا غمونه ګڼ دي


عارف نسیم فیضی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف