غزل
ښۀ پوهېدم ـ چې یو پۀ یو د حافظې نه ووځي
دا پــریـزاد بـــه یوه ورځ د دې وودې نه ووځي
څوک لېوني دي؟ چې دنیا ته د زړۀ حال اووائي
څوک لېوني دي؟ چې د زلفـو د حلقې نه ووځي
لارې تمـامې کلــه دشت، کلــه ځنګــل ته رسي
سړے پـۀ څـۀ پسې د کور د ویرانــې نه ووځي
بیا دســمبر دے اؤ زۀ بیا د خـاورو څلي شمارم
څومره پۀ پټه خُولۀ یـاران د قافلې نــه ووځي
هر چا د خپل ذرې ذرې وجود نه غېږه تاؤ کړه
څـوک بـه اخـر د کومې کومې دائرې نه ووځي
څۀ عجب زور دے د جلوؤ اؤ پلوشو اتڼ کښې
تسنیمه! قطب هم د خپلـې استـانې نه ووځي
ریاض تسنیم

Post a Comment