والله چې بېخي ستړی بېخي ستړی دی ژوندون
په غم او مصيبت کې مې تېر کړی دی ژوندون
زما د خواهشونو قتل عام يې کړی دی
زما د ارمانونو پوروړی دی ژوندون
زما يې کړې په برخه تورې شپې د بېلتانۀ
که څۀ هم د رڼا د وجود غړی دی ژوندون
باطن کې به تر ډېره را سره وي تر ابده
ظاهر که مختصره او نيمګړی دی ژوندون
لېوانو،غمازانو، بلاګانو ته ليکوال
و داسې قاتلانو ته راوړی دی ژوندون
'________
اميرليکوال
۲۴دسمبر ۲۰۲۲ء
ایک تبصرہ شائع کریں