زما د زړۀ په کور دې ور نۀ لګي
چې ستا د دنګې ځوانۍ سر نۀ لګي
که څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نیسم
زما په یو حالت کښې شر نۀ لګي
ستا په راتلو شوم له دیدنه محروم
د خوشحالۍ نه مې نظر نۀ لګي
هغه دهقان یم کۀ د لوږې مرمه
بغېر له مینې مې بل کر نۀ لګي
ستا د وعدو د ونې سیوری ته ناست
ګرمي د هجر ده خو نمر نه لګي
پېغلې په بڼ د ادیرو بندې شوې
په کښې مېلې اوس د اختر نۀ لګي
په بړق خندا دې داسې پورته کړله
د مینې پښې په سمه غر نۀ لګي
د زړۀ سودا پۀ ګودر څنګه اوکړم
لنډے بازار پۀ مازیګر نۀ لګي
ګرانه مجرم د زمانې کۀ شومه
خو انسانان مې لر او بر نۀ لګي
اکرام الله ګران بابا
#د_اکرام_الله_ګران_بابا_تلين

Post a Comment