اقبال_مومند_شهيد

شاعرې

ہفتہ، 30 دسمبر، 2023

اقبال_مومند_شهيد

 


يو وخت وو چې به خلق شوکېدل په طمانچه 

ما  هم  چرته  ليکلے  وو ناول  په طمانچه 


تپوس دې چرته کړے وو سړيه ترې يو وار ؟ 

چې مړ شو نو دې ځوﺉ دې څه کول؟ په طمانچه 


ځه ټيک ده زه بزدل وومه له جنګه ويرېدم 

تا  کوم  داسې سرونه به راؤړل په  طمانچه 


لالا خو مې جنګ نه کاوو مېدان يې ګرماوو 

لالا  خو  مې تش خلق ويرول په طمانچه 


دا چل دے نو په کلي کښې شوملې غواړي په سوال 

چې  پلار  يې  قلنګونه اخستل په  طمانچه 


مونږ چرته په مرغۍ پسې رانه ښکله لينده 

او تاسو به سړو! سړي ويشتل په طمانچه 


د کونج باتوره مه کوه د بد سړي پېخې ! 

له دې ځايه خو نه لګي کابل په طمانچه 


بابا مې د غوږونو نه خلاص کړے ووم قابو 

ما کړے وو يو ډز چرته يو ځل په طمانچه 


دا يو دښمن مې ښه دښمن دے بل دښمن مې بد 

دا يو مې په ټوپک ولي دا بل په طمانچه 


اقباله ! مړه خو دي خو چې سړي دي که پېريان؟ 

لس شل ترې په چاړه مړه دي لس شل په طمانچه 


#اقبال_مومند_شهيد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف