ډاکټر همدرد يوسفزے / "د لوهار د شعر رنګونه

شاعرې

ہفتہ، 30 دسمبر، 2023

ډاکټر همدرد يوسفزے / "د لوهار د شعر رنګونه

 


د حافظ الپورۍ پښتو ادبي ټولنې د پخواني صدر ښاغلي فضل رحيم لوهار صيب اوومه شعري مجموعه "سندرې په سنګر کښې" د چاپ په کالو سينګار شوه، ټولنه لوهار صېب ته ډېره ډېره مبارکي ورکوي او هيله لري چې ياده  مجموعه به د پښتو په شعري مېدان کښې يوه ګټوره اضافه ثابته شي۔

لاندې په ياد کتاب د ښاغلي ډاکټر همدرد يوسفزي صېب خبرې لوستلے شئ۔

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


"د لوهار د شعر رنګونه"


د ملګري فضل رحيم لوهار د تېرو پنځوېشتو کلونو شعري سفر ته په کتو سړے دا په اسانه وئيلے شي چې لوهار اوس يو استاد شاعر دے۔ د اووۀ شعري مجموعو دغه سفر د هغه په فني هنر کښې بلا ډېره ښکلا او ځلا راويستې ده۔ د موضوعاتو فکري او فني رغواڼه ئې د خپل وطن د رګ او رېښې نه منشا اخلي۔ زۀ نۀ پوهېږم چې لوهار صاحب ولې د خپلې دې مجموعې د پاره د سريزې يا د مقدمې ليکل اړين ګڼي ځکه چې هغه اوس يو پېژندلے نوم دے او په داسې حېثيت اکثر شاعران ادبيان په روايتي توګه پر کتاب د چا ليک يا مقدمه اړينه نۀ بولي شايد لوهار په زړۀ او ذهن کښې دننه ناست نقاد اوس هم هغۀ په دې خبره ناقلاره او غېر مطمئنه ساتي او هم دغه د لوے اديب او شاعر خصلت وي چې هغه په هيڅ حال هم د خپلو تخليقاتو او تخليقي هنر نه مطمئن نۀ وي۔

پښتو شاعرۍ په شلمه پېړۍ کښې د نوؤ نوؤ تجربو نه راتېره شوه د يوشتمې پېړۍ په درشل نوي اصناف شاعرۍ ته راغلل چې داسې اصنافو پکښې ځاے او مقبوليت دواړه بياموندل، په دغه اصنافو کښې هائيکو ډېر زيات مقبوليت تر لاسه کړے ؤ او باقاعده توګه د يو جدا شعري صنف په توګه ئې شاعرانو مجموعې هم چاپ کړې وې۔ لوهار صاحب د خپلې يو شعري مجموعې نامه "په ائينه کښې د خالونو خندا" د دغه صنف د يوې مصرعې نه اخيستې وه او ښۀ بلا ډېرې هائيکو يې ليکلې وې چې ډېرو پکښې شهرت هم حاصل کړے ؤ۔

د لوهار بنيادي او د خوښې صنف غزل دے او په غزل کښې يې په تېرو شلو پنځوېشتو کالو په رياض کښې بلا پوخ والے راغلے دے۔ لوهار د تغزل په ټولو رموزو پوهه دے او بيا دغه تغزل ته چې ساده او کليوال مضامين سپاري نو د اعلیٰ درجې شعر ترې تخليق مومي۔ لوهار يو بل کمال دا دے چې د خپلو ډېرو مصروفياتو سربېره هغه د پښتون وطن د شعري کيمونټي سره ځان جوخت انښلولي دي او د دغه تعلق رګ او رېښه عن تر بر وطن ته رسېدلې ده چې دغه تعلق هغه د ادب د نوي نوي تجربو افکارو او نظريو نه ځان خبرداره ساتي۔

لوهار صاحب د پښتون وطن د نورو ډېرو شاعرانو په رنګ د پښتون وطن په روانه بد امنۍ، ترهه ګرۍ او بدې ورځې په غبرګون کښې ساندې ليکلې دي شايد دا يا خو د وخت ضرورت وي او يا د لوستونکو د مزاج غوښتنه وي خو زۀ په دې خبره باور او عقيده لرم چې تر څو پښتون شاعر ځان په دغه سياسي کړکېچ پوهه کړے نۀ وي تر هغې به د هغه شعري افکار د يو چا د لحماتي سکون او قرار ذريعه خو کېدے شي خو د قام د سياسي ښېګړې کښې به ئې وزن او برخه دومره نۀ وي لکه څومره چې پکار وي۔ 

مونږ چې د شلمۍ پېړۍ شعر ته په دغه تناظر کښې ګورو او بيا يې موزانه د اوسني وخت سره کوو نو د بده مرغه د سياسي افکارو د پختګۍ، د نظرياتي کمټمنټ د پائيدارې، د تنقيدي شعور د خصمانې دغه ارتقائي سفر راته په شاه تللے ښکاري۔ د شلمۍ پېړۍ د ستر سياسي غورځنګ خدايي خدمتګار تحريک چې يو اړخ ته د خپل وطن د ازادۍ سندرې ليکلې نو بل اړخ ته ئې د شعري اقدارو هغه روايت د ارتقاء په مزلونو په مخه بوتلو چې نن د پښتو د شعري محاسنو يوه درنګه پنګه لري۔ د هند د نيمې وچې د ازادۍ د تحريک غورځنګ چې د عدم تشدد په اصول بناء ؤ، د ځان سره پوره يو ادبي تحريک په مخه رواړے ؤ چې د هند د نيمې وچې د وېش نه پس ئې هم انګۍ تر مونږه په پوره زور او شور سره راورسېدې او مونږ خوش بختو د اجمل خټک او د رحمت شاه سائل په شکل کښې ولېدې۔


لوهار د نظرياتي کمنټمنټ په برخه خورا داسې د کوم غورځنګ باقاعده غړے نۀ دے پاتې البته په شاعرۍ کښې د روايت تر مخه د فکري حدت او نضهت اندازې د پاره بلها ډېر شعرونه مونږ د بېلګې په توګه وړاندې کولې شو۔

د پښتون وطن د جغرافيې په اړه د کلکو قام پرستو شاعرانو عقيده او سپين رښييا هم دغه دي چې دوي په پښتون وطن کښې کابل او پېښور په هيڅ حال د يو بل نه بېل نه ګڼي لوهار صاحب يو شعر دے چې  ؂


چې دې په زړۀ کښې وه کمبخته! نو تا وې ولې نۀ؟ 

زۀ په کابل کښې نۀ وم؟ تۀ په پېښور کښې نۀ وې! 


سائل صاحب څه موده وړاندې وئيلي وو چې  ؂


پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي 

لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي 


مونږ د کابل او پېښور دغه نۀ شليدونکے تاريخي، جغرافيائي او فکري يو والے په خپل شعري ادب کښې د يو روايت په توګه لېدے شو چې دغه روايت مونږ ته د خدايي خدمتګار تحريک د ادبي غورځنګ نه په وراثت کښې پاتې دے۔


ګويا لوهار صاحب هم د دغه شعر په رڼا کښې ځان د دغه روايت امين ګڼي چې زۀ ورته نېک پال وايم۔

شعر څۀ رنګه چې مونږ پوهېږو، يو نازک هنر دے او د شعر په نازکو اوږو د درنو تورو بوج اچول د شعر هئيت او هنر ته زيان رسوي خو لۀ بده مرغه د تېرو پنځه څلوېښتو کالو ښکاره او پټ جنګ چې پښتون وطن په تواتر سره لټاړ کړو نو د دغه عکس العمل زمونږ شعر ته هم راغے او په شعر کښې مونږ بم، بارود، رنجک، خودکش، قاتل، مقتول، مرمۍ، ټوپک غوندې لفظونه هم وليدل چې دغه عمل عېن فطري ؤ خو د دې سره د شعر په نازک وجود دغه بار غورځول د شعريت سره زياتے ضرور وکړو۔

د لوهار صاحب د تېرو شلو، پنځوېشتو کالو شاعري هم د دغه دور پېداوار دے، کۀ مونږ ورته ځير شو نو پکښې داسې توري او د دغې بيانيې غندنه په نظر راځي خو دا بده خبره په دې هم نۀ ده چې شعر د خپل زمان او مکان ټول واقعات سره د خپلې جانبدارۍ خوندي کوي او چې د لوهار غوندې شاعر دغه هر څۀ خوندي نۀ کړي نو مونږ به ورته بيا استاد او نمائنده شاعر په کوم بنياد وايو، په دې حواله لوهار صاحب وائي چې  ؂


يارانو چغې کړې د تود جنګ په مېدان کښې ئې وې 

رنګ د الفت دې د غزل د لاله زاره نۀ ځي 


د دغه شعر دغه دعوه هم د reaction formation د دفاعي مېکانزم په اساسه شوې ښکاري ځکه چې مونږ پوهېږو چې د جنګ دغه تود مېدان کښې زمونږ د شعري ادب د لاله زاره د الفت ټول رنګونه د جنګ تورې بلا تروړلي دي او د ژوند په ټولو شعبو يې خپل ژور اثرات اچولي دي ۔ هم د دغه مجموعې د يو بل غزل شعر دي چې 


په لر او بر کښې لا حالات د دې جوګه نۀ دي چې 

سړے دا ووائي چې مستې منګي بر وړے دے 


په دغه شعر کښې دوه  نکتې مهمې دي، په اوله مصرعه کښې د پښتون وطن د وېشل شوې تاثر رد شوے دے او ټول پښتون افغان يو ياد شوے دے او دوېم تاثر د خراب امنيتي صورت حال انځور مخې ته ږدي چې حالات دومره خراب دي چې سړے پکښې د ژوند د خوشحالو سندرې قدرته نۀ شي وئيلے۔

د ملګري فضل رحيم لوهار په شاعرۍ بلا ډېرې خبرې کېدے شي خو تر ټولو مهم سوال بيا هم دا دے چې ايا ټولنه شعر ته ضرورت لري هم کۀ نه ؟ 


د شعر اړينتوب کوم سياسي، سماجي، نفسياتي مسئلو نه راوتلے اظهار وي او يا صرف د داخليت شخصي کنفلکټ نه راوتلے کهتارسس وي۔ کۀ کهتارسس ورته وايو نو بيا د لوستونکو د پاره په دې کښې څۀ محتوي شتون څنګه لرلے شي ؟ دا سوالونه تل د شعر د ناقدينو د پاره د دلچسپۍ سامان پاتې شوے دے۔

د سماجي او  بيا په تېره خاص سياسي تناظر کښې د شعر ارزښت او اهميت منلے شوے دے چې دغه کار بيا د داخليت  د نظريې منفي شواهد مېنځ ته راؤړي ۔

ګويا مونږ د خپل سماج د حالاتو انځور ګرۍ ته شاعري وايو او يا وئيلے شو چې دغه کار خو صحافي هم کوي نو بيا به د توپېر کرښه چرته راکاږلے کېږي ؟ 

د مشهور ناول ليکونکي جارج اوئيل نه يو ځل يو صحافي تپوس وکړو چې په تا دا تور دے چې تۀ سياسي ناولې ليکې، جارج ورته په جواب کښې ووئيل تۀ دې ته سوچ وکړه چې ستا دا سوال څومره سياسي دے ؟ 

ګويا مونږ چې دلته کرښه راکاږو نو هغه به په دې معنا هم وي چې مونږ هيڅ يو څيز ته د سياست نه بغير کتلے نۀ شو البته بيا به دا مهم وي چې مونږ څنګه دغه منظرونه د تغزل او تخيل په زور د فن سره تړلے شو او د صحافتي راپور او سياسي نعره بازۍ نه ئې توپېر کولے شو، هم دغه سوب دے چې د شعر ضرورت، ارزښت او اهميت په هر زمان او مکان کښې شته او چې تر څو انسانان وي نو د شعر ضرورت به هم موجود وي۔ ځکه چې د ګډ سماجي ژوند مجبوريتونو لۀ کبله انسانان کيمونټي ته ضرورت لري او دغه ټولنه بيا د وسائلو او مسائلو په اختيار د يو بل ضرورتونه سر ته رسولو کښې د يو بل ضرورت لري۔

هم دغه وجه ده چې د پښتون وطن د دغه شاعر په شعر کښې به د خپل سماج تصوير او انځور موجود وي کۀ دغه تصوير پکښې نۀ وي نو ګويا بيا دغه شعر محص ذهني عياشي خو ګڼلے شو خو د شعريت په چوکاټ کښې به ئې تعين قدر درجه ډېره ټيټه وي۔

لوهار زمونږ د وطن نازبين شاعر دے، ځان په دې هم غټ سړے ګڼي چې ځان په يو فکر او نظريه پورې نۀ تړي۔ د خپل شعر مضامين د ټولنې نه راخلي او دغه مضامينو نه تصويرونه جوړوي چې دغه تصويرونو کښې د خپل وطن د پولو بانډو، نښترو، ګودرونو، دشتو او دامانو قيصې هم وي او په دغه دشتو دامانو کښې انساني ژوند ته پېښ مسائلو باندې طنز هم وي۔


د شاعر غټه خوشبختي دا هم وي چې د شاعر داخيلت کښې چې هر څومره بې قراري او انتشار موجود وي هغه په څومره ښکلې طريقې سره دغه انتشار او بې قرارۍ ته د لفظونو نظم و ضبط او قرار ورکوي چې هم دغه عمل ته مونږ شعر سازي او يا شعري هنر وايو۔ 

ملګري لوهار کۀ هر څومره د داخلي انتشار او بې قرارۍ ښکار وي خو هغه په دې هنر پوهېږي چې دغه انتشار او بې قرارۍ ته څنګه هنري شکل ورکول دي او ترېنه شعري فنپاره جوړول وي۔ په هم دغه نکته نظر باندې تاسو دا يو څو شعرونه لوستے شئ۔ 


ځان سره شر کوي د ځان سره په شر کښې خاندي 

يو لېونے اکثر د دغه لارې سر کښې خاندي 


لوهاره! وخت زمونږ د شونډو خندا نه شي اوړے 

ګل کۀ څوک مات هم کړي، نسکور په خپل ډنډر کښې خاندي 


ټپه ټپه سترګې او دا غزل غزل خبرې 

اجل نه مخکښې مخکښې اؤرم د اجل خبرې 


د لوهار د شعر انفراديت هم په دې کښې دے چې هغۀ کله کله دومره بې ساخته شعر ووليکي چې په وړمبي نظر يوه عادي خبره 


ښکاري خو چې ورته ځير شې نو هغه شعر عادي نۀ وي بلکې دغه شعر کښې پټ د طنز نشتر فکر او ذهن ته  د معناؤ نوې سمندرونه راؤړي، لکه دا څو شعرونه  ؂


دنيا د زړۀ په بله مۀ اړوه 

واوړوه بل پله نظر واړوه 


د وخت په تکو تورو شپو کښې ځکه پاتې شو چې 

زما ملګرو کښې د فکر د رڼا کمے ؤ 


کۀ مونږ دغه ورستني شعر ته ځير شو نو بېخي يوه عامه شان خبره ښکاري خو دغه شعر د پښتون وطن د تېرو اؤيا اتيا کالو قيصه څۀ په ښۀ شان کوي، ملګرو کښې د فکر د رڼا په سوب په رښتيا چې د پرمختګ خوب په شا تګ مجبور دے، ګويا لوهار صاحب د ټولنې د يو تکړه نبص شناس په توګه د ټولنې مرض هم پېژني او ورته د مرض په علتونو هم خبره کوي او بيا ورته د دغه مرض نه د وتلو لارې چارې هم سنجوي۔

کۀ مونږ دغه موضوع لږ شان په وړاندې بوځو نو د فکر د رڼا دغه کمي ته لوهار صاحب بل ځاے داسې اشاره کوي  ؎


هلته کښې څوک وو، د فکرونو رڼا چا اخيسته؟ 

هسې مې وړے ؤ بازار ته کتاب چا اخيستو! 


مونږ نه زمونږ د اتلانو تاريخ چا پټ کړے ؟ 

په مونږ به دلته د دروغو نصاب چا اخيستو 


د سياسي، سماجي او معاشي  پسماندګۍ د علتونو دغه لړۍ لوهار صاحب د خپل قام د رګ او رېښې نه بل اړخ ته يون بولي او ګڼي۔ رشتيا هم په دې دي چې قامونه د خپل اجتماعي حافظې په زور د حال د محنت سره مستقبل ته درومي خو دلته سوال بيا هم هغه دے چې لوهار صاحب ئې کوي چې په مونږه دلته د دروغو نصاب چا اخيستۀ، د دروغو د نصاب دغه جبر د قام اجتماعي حافظه او فکري شعور ورک کړے دے او پکښې نوې نوې د دروغو داسې پيچکاريانې شوې دي چې وتل به ترې لويه مبارزه غواړي۔ 

د تنقيدي ادب په اړه ځينې ناقدين دا نظر لري چې داسې نقاد چرته کېدے شي چې هغۀ د فن پارې د توصيف ستائينې او تعريف نه پرته نورو پېرا ميټرو او يا د سنجولو معيارونو ته ګوري لکه د فن کار ذاتي خوښې نا خوښې، جذباتيت او داسې نور۔ کۀ داسې وي او يا  هم شتون لري نو دا به ډېر عجيبه وي چې ورسره د فن د سنجولو معيارونه دومره تنګ وي بل اړخ ته که څوک نقاد داسې وي چې هغه د فن پارې د ساختياتي او دنني معيارونه بېخي يو اړخ ته غورځوي او يواځې د خپل تاثر په شکل کښې د فن پارې جاج اخلي۔ مونږ چې دغه بېلنيس د ساتلو هڅه کوو نو مطلب مو د فن کار د فن سنجول او تعين قدر وي۔ قدرول په دې معنا هم نۀ وي چې يواځې توصيفي سندونه ورکړو بلکې د قدر په درجه بندۍ باندې د فن تعين وکړو، لۀ بده مرغه په پښتو کښې دغه رواج موندنې ته بلا ډېر سفر پاتې دے۔ ملګري لوهار په اړه چې د فن په دغه دوه اړخېزه نقدي معيارونه ټاکنه او پرېکړه کوو نو مونږ ته يو بېلنيس فنکار په نظر ولې په نظر نۀ راځي نو مونږ وئيلے شو چې دلته د فکري او نظرياتي روزنه کښې څومره ستونزې دي د هغه فکري معيار کښې که کله کله تيندک په نظر راځي نو دا په دې معنا نۀ ده چې د هغه د فکري روزنې مکتب کوم دے؟ دغه مکتب شته هم کۀ نه؟ او کۀ دغه مکتب شتون هم لري نو دغه مکتب معيار د رياستي بيانيې، مکتبي نصاب، مکتبونه، کوڅې، خپل منځيني محفلونه، د باهمي ستائش انجمنونو په کمزورو ستنو ولاړ دي ۔


دغه ستنې څومره مضبوطې او توانا دي د دغه خبرې اسان حل د يو فن کار د فکري رغواڼې يو ټاکلي وخت د پاره د څار لاندې نيول دي نو مونږ به وينو چې د فکري تسلسل دغه زنځير مات رامات دے۔ دا کار پخپله د دې خبرې غمازي کوي چې دلته passivity څومره ده۔ Thought insertion په رنګ خالصتي نفسياتي ستونزه سړي ته ښکاره شي۔ 

د لوهار دغه فکري سفر چې د پنځوېشتو کالو نه زياته موده لري پړاؤ په پړاؤ خپل لوستونکو ته رسېدلي دي او لوستونکي ئې د ځان سره passivity ته نۀ دي رسولي بلکې لوستونکي د يو شعري خوند poetic pleasure نه پرته بل کوم الهام او پېغام ولې نۀ دے اخستے دا زمونږ د محکوميت يو بل زورورو دليل دے۔

لوهار د خپل چا پېرچل قيصې د پاره د circumstantially نه زيات په prolixity باور لري ځکه چې د نن وخت لوستونکي د خپل ذهني کچې په هغه معيار ولاړ دي چې د خوند، رنګ او poetic pleasure  نه پرته د شعر لوست ته تيار نۀ دي دا کار چې لوهار صاحب کوي نو په شعوري توګه ئې شايد نۀ هم کوي خو خپل شعر رسول غواړي او دغه رسونه عېن جا ئز ده۔


د لوهار صاحب په فن او فکر بلها خبرې کېدے شي خداے دې وکړي چې د ادب کوم د دغه کار ذمه واري په اوږو واخلي او د لوهار د فن دغه نقدي جاج خوندي کړي۔


په درناوي 

ډاکټر همدرد يوسفزے

سنګوټه سوات

۵ نومبر ۲۰۲۳

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف