معاذ همدرد / په درون دننه وران يم که ودان يم

شاعرې

Thursday, December 14, 2023

معاذ همدرد / په درون دننه وران يم که ودان يم

 


په درون دننه وران يم که ودان يم 

لا تر اوسه فيصله نه يم امکان يم


زه چي خپلو ګناهونو ته نظر کړم

زه په ژوند هم کله کله ډير ستومان يم


بس خو ياره انديښنه يم وير ککړه

بس خو ياره فيصله يم دتاوان يم


چي دشپي سر په سجود نه شم الله ته 

زه په کوم حساب دا اووايم چي ځوان يم


کله کله مي دا فکر ځان سره خوري

ګويا زه به هم په سر دچا آسمان يم


زه په خپله جامه سپينه هم تور داغ يم

دهندو په تندي پروت يم سور نشان يم


دګناه ځائے کښې ايمان مي سلامت وي

زه هم هاغه قلندر يمه پيزوان يمه


په يوه پيسه هم بعضي وخت کښې خرڅ شي

زه دداسي يو دله سړي ايمان يم


ستا کرم دے ګني زه څه يمه خدايه

خو بس خدايه پيدا کړے دي انسان يم


دالله دنامي کر زړونو کښې کومه

زه ددي هنر ملنګ غونډي دهقان يم


ستا معاذ همه تن ګوش سر په سجود يم

ګناهګار يمه خو خدايه درته ګران يم

معاذ همدرد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف