امجد شهزاد
پخلا کۀ مرور يې خو بس ګران يې راته ياره
نيازبينه ده شېرينه ده دَ مينې هره چاره
ساقي نغمه دَ دې نه نوره څۀ رنګه خوږه کړم
دردونه مې څڅېږي دَ رباب لۀ هره تاره
رشتې په اسمانونو نۀ، په دې زمکه جوړېږي
تۀ ما لره پېدا يې زۀ پېدا يم ستا لپاره
دَ خپلو ګناهونو سزا خپلې لُور لۀ ورکړه
پښتونه غېرتمنده، مسلمانه ايمانداره
دا خلک کړه قايل دَ محبت په کراماتو
څۀ داسې معجزه وکړه دَ مينې کردګاره
تۀ ګوره شمله ورو پښتنو نۀ اورېدلې
ستا کريکې خو وتې دَ کايناتو لۀ مداره
پرون راته ملنګ دَ کوڅې داسې دعا وکړه
وې خدائے دې په امان ساته دَ روح لۀ انتشاره
خبر يم لۀ رښتياؤ او دَ مينې لۀ طاقته
زۀ نۀ مايوسه کېږمه لۀ ستړې انتظاره
ما هر ځلې لښکر دَ فرېبونو په شاکړے
ما ټول عمرموندلې حوصله ده لۀ اتباره
نفرت کۀ دَ غمازو راته سپينه ورځ تياره کړي
خو مينه کړي رڼا راته په توره شپه کښې لاره
کۀ مات سر ترېنه يونۀ سي مات زړۀ ترې خامخا وړي
خالي لاسونه نۀ ځې څوک دَ مينې لۀ بازاره
زۀ نن سبا يواځې يمه ، دومره ډېر يواځې
بوږنېږمه په دومره ډېره ګڼه کښې لۀ ښاره
زۀ ستا په سر په ټول کلي کښې هسکه غړۍ ګرځم
لۀ سره مې کُوز نۀ شې دَ پښتون غرور خماره
چې دا لېونے زړۀ مې راته څۀ وائي منم يې
ويرېږمه دَ دغه نازولي لۀ ازاره
هغې جينۍ شايد ډېره عظيمه ګناه کړې
هغه جينۍ په مينه دَ ټول کلي ګناهګاره
امجده نور دَ دغه ياسيت لۀ قېده وځه
تۀ څۀ غواړې اخير دَ حسرتونو لۀ مزاره
Post a Comment