انورمانېروال / ګـــرد راخــورېــږي کـــډې بــارېــږي

شاعرې

Sunday, November 5, 2023

انورمانېروال / ګـــرد راخــورېــږي کـــډې بــارېــږي

 


غزل


ګـــرد  راخــورېــږي کـــډې بــارېــږي

زړونــه ورانـېـــــږي کـــډې بــارېــږي


یـاران بـیـلـېــږي عــجـب مـنظر دے

بــــاران ورېـــــــږي کـــډې بــارېــږي


څــو بـورې میانـدې اسمان ته ګوري

جــولــۍ غــوړیــږي کـــډې بـارېـږي


خـزان ولاړ دے پـه بـرنـدو ستـرګـو

ګــــــلان رېــژېـــږي کــډې بــارېــږي


انــور ولاړ دے حــېــران ورګــــوري 

هـیــلــې نــړیـــــږي کــډې بــارېــږی


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف