دا وطن به ټول دَ لر اؤ بر زما وے

شاعرې

Sunday, November 5, 2023

دا وطن به ټول دَ لر اؤ بر زما وے

 




۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ غزل ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔


دا وطن به ټول دَ لر اؤ بر زما وے

کاش! کۀ چرې دَ شاهين وزر زما وے


چې باطل مې هم قائل دَ صداقت وے

دا صفت چې دَ صديق اکبر  زما وے


چې پۀ عدلِ فاروقي وے رب نمانځلے

تېرۀ توره دَ علي حېدر  زما وے


چې پۀ لاس کښې سخاوت مې دَ عثمان  وے

اؤ دَ کُل جهان دا سيم و زر زما وے


چې محمودِ غزنوي وے بُت شکن وے

چې خالد  وے دَ بدر لښکر زما وے


دَ خوشحال دَ فکر شمع راسره وے

دَ رحمان دَ فن کمال جوهر زما وے


دَ حمزه پۀ څېر خواږۀ مې وے غزل کښې

قلندر وے دَ قلم هنر زما وے


هر انسان لکه رانجۀ پۀ سترګو پورې

دَ اظهار ژبه شيرين شکر زما وے


چې دَ پېغلو دَ منګو قطار پرې جوړ وے

پۀ چينه چينار ښائسته ګودر زما وے


خپل زلمي مې ويښول لۀ ډُوبه خوبه

تورانۍ وې دَ وطن سحر زما وے


ګرانه نۀ ده دَ رحيم رحمان لۀ دره

پۀ سجده کښې ورته پروت چې سر زما وے


دُردانه دغه يؤه ئې پۀ سر سترګو

نور دې هېڅ نۀ وے چې بس کوثر زما وے


***

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف