زلزله ( افسانه

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

ہفتہ، 18 نومبر، 2023

زلزله ( افسانه

 



زلزله  ( افسانه)


*********

نن سحر پينځۀ بجی مې د ملګرو نه په اېرپورټ کښې رخصت واخست  او زه دننه راغلم چرته چې وزن کیږی


 ما چې د کور د پاره څومره سامان راخستے وو هغه یئ وتلۀ۔  ښه وه د اضافی وزن نه بچ شوم ۔

بیا مې ځان انتظار ګاه ته ورسولو هلته بلها خلق ناست وو 

زیات شمېرپکښې د پښتنو وۀ۔ زۀ هم په یوه کرسۍ کښېناستم او ساه مې واخسته 

د سعودی عرب د  زړۀ چاودې مسافرۍ  زنځیرونه مې د خپلې مرۍ نه لرې کړل۔

ولې چې دا ځل زۀ  ښۀ پوخ راروان وم ځکه خو د خوشحالۍ نه په جاموکښې نه ځائیدم۔

 په خپله کرسۍ  غلے ناست وم انتظار مې کوۀ چې ځه دا دومره وخت تېرشو دا ګېنټه دوه به هم وځی۔

 

ګېرچاپېره مې چې خلقو ته وکتل  د هر سړی په مخ د خوشحالۍ رنګونه خوارۀ وو۔

هر چا نوې نوې جامې اغوستې وې ډېرو پکښې سپینې جامې او نوې پنجه دارې څپلۍ یا تور بوټان په  پښو کړی وو۔

او ټکټ او پاسپورټ یې داسې په ښی لاس کښې نیولی وو تا به وې چې ګنی عمل نامه ورته په ښی لاس ملاو شوې ده۔

څو تنانو پکښې تورې واسکټې هم اغوستې وې ځينو په  مخامخ جېب کښې قلمونه داسې ايښودلی وو لکه چې  د غټې سرکاری نوکرۍانټرويو له روان وي یا چرته د شاعر د کتاب مخکتنې له ځی۔

  څۀ تنانو پکښې په ځان دومره خوشبودارې اسپرے کړې وې تا به وې چرته د مشک وعنبرو په دوکان کښې کار کوی 

ډېر پکښې داسی وو چې د ځان سره یې د خوشبو وړې ښېښې په جېب کښې کېښودې وې او دمه په دمه به یې په ځان لګولې۔


 دې کښې د یو مشر تن موبائل سيټ وغږېدو  هغۀ د جېب نه سام سنګ کمپنۍوالا نوټ 3 موبایل راوخستو خلقو ته یې وکتل۔ بیا یی د موبایل په شیشه داسې ګوته راښکله لکه څوک چې په دېوال کرښه راکاږی ۔

ماته د خپل کلی د ناظم صاحب دستخط رایاد شو هغۀ به هم داسې یوه کرښه غوندې راښکله ۔

 

د مشر تن د موبایل راخستو سره هر سړی ته خپل موبائل رایاد شو ځکه چې د سیالۍ خو مونږ ته دعا شوې ده هر چا په لاسو کښې دا تختې ونیوې۔ چا پکښې فیس بک شروع کړو چا د ملګرو سره په وېډیو کال خبرې شروع کړې او دا خبره به یې کوله چی انتظارګاه کښې ناست یو , درنګ ساعت به جاز  وچتیږی 

د  دغه هر سړی په مخ د خوشحاليو  رنګونو چورلکونه وهل او هر سړے په خپلو خوشحاليو کښې دومره مست وۀ  چې بل ته یې خیال نۀ وۀ۔

 

په دې کښې داسې هم یو تن زما په نظر راغے چې د هغۀ سره نۀ موبائل وۀ -نۀ یئ نوی جامی اغوستی وی نۀ یئ چرته ښئ د ډول څپلۍ په پښو وی او دومره په بدحال وو چې په وېښتو کښې يې ږمنز هم نه وه وهلی۔ په زړو څپلو او زړو جاموکښې دېوال طرف ته غلے په یوه کرسۍ ناست وۀ۔ سترګې يې داسې سرې وې چی یا خو یئ لکه شوګیره کړی وی او یا چرته نشه کښې وی۔


زما زړۀ وار ونۀ کړو او خواله پسی ورغلم او کښېناستم ورسره۔ به خندا خندا کښې مې ورته ووې چې وروره! تاسو داسې نۀښکارئ  چی کلي ته روان یئ۔ ولې چي تاسو نۀ سمې جامې او  نوے پیزار اچولی دی او وېښتۀ مو داسی ګډ وډ دی خالی ږمنز مو هم کښې  نۀ ده وهلې څه وجه کیدے شی ?

هغۀ څو لحظې  زمکې ته کتل۔ بيا یې ماته مخ راواړوۀ ۔په سترګو کښې يئ غټې غټې اوښکې راغلې

په ژړغونی اواز  يې ووې" دا خلق ژوندی دی۔  دوی خپلو بچو خوېندو وروڼو د پاره روان دی زما څوک دی ۔زما خو ټول ټبر په  زلزله کښې شهید شوے دے "


    روزی خان ناز

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف