روزی خــــان ناز ]

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Monday, November 20, 2023

روزی خــــان ناز ]

 



**** غـــزل *****


ټـګۍ لــه مــونــږ سپــيـنـــه جـامــه کــړې ده

حـــــرام , کـــۀ یـــو ســـړی ګـیــــلـه کـړې ده 


مــــونــــږه د مــــړو نــه کــفـــن ويســتے دے

او د ژونـــــــدو مـــــو جـــــنـــازہ کــــــړې دہ 


مــونـږ پـه تود جنـګ کښی هـم ستائيلےجـانان 

مـونږ پـه تـود جـنګ کـښی هـم ټـپـه کــړې ده


مـــونـــږ پـــښـتـــنـــــو ددې وطـــــن دپــــاره

هــم پـــه سـکــروټـــو بــانــدې شـپــه کړې ده


مـــــدام مـــــو فـــخـــر پــه ګنــاه کـــړے دے

مــــونـــږ د ریـــا هــــره ســجـــــده کـــړې ده

 

مـونـــــږ د حـــصــې د پــــاره خــــــور وژلــې  

 مـونـــږ پـه حـصـه د ورور قبـــضـه کـــړې ده 


مــــونـــږ تـــه د بـــدو لارې چــارې ښـــایـــه!

مـــونــږه د ښـــۀ کـار نـــه تـــوبــه کــــړې ده


چــــې دوه فـــريـقــه چـــرتــه روغ نــۀ شــی 

جــرګـــمــار دغــــسـې جـــــرګـــه کـــــړې ده


نــــن خــرڅـــــوی وطـــــن د قــامــــه ســـره

نـــــازه ! ښـاغــلـيـو فـــیـــصــــلــه کــــړې ده 


   روزی خــــان ناااااااااااااز

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف