۔۔۔۔۔۔۔۔غزل۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د ظاهر او د باطن څهُ پته لګي
منافق له د ضامن څهُ پته لګي
پهُ دمونو تعویذونو یقین نهُ کړم
د عامل او د کاهن څهُ پته لګي
اعتبار ښهُ دے خو ښهُ نهُ دے غوره دا ده
د غدار او د محسن څهُ پته لګي
عاشقی کوه ښېسته وي خو لګ پام کړه
د پیري او بیا د جن څهُ پته لګي
د خپل مال کړه حفاظت د بل ایمان له
د صادق او د خاﺉن څهُ پته لګي
ستا ساهده ژوندون ټول افراتفری ده
ستا ساهده د یقین څهُ پته لګي

Post a Comment