غزل :
د ښو یارانو پــــــــــــــــۀ حلقه کښې زۀ یواځې تنها
لکه خوشبوي پــــــــــۀ ګلدسته کښې زۀ یواځې تنها
اوښکې یخې ، بدن مې سوړ ، احساس تر واورې بتر
د دې ټمک ژمي پــــــــــــــۀ شپه کښې زۀ یواځې تنها
څوک بـــــــــــــه ملګرے کړم چې لاري مو د فکر جدا
روان پـــــــــــــــــــــۀ لویه قافله کښې زۀ یواځې تنها
مرض دے پورې پــــــــــــــــۀ ضمیر د ښار د هر وګړي
خو پړ پـــــــــــــــــۀ دې محاسبه کښې زۀ یواځې تنها
لکه د هجر د میان حرف ، غوټ یم پۀ ملا باندې مات
لکه نقطه پــــــــــــــــــــــــۀ دائره کښې زۀ یواځې تنها
څلے مې ورک ، سنخته مې ماتـه ، نوم مې وړے اوبو
د خپل وجود پــــــــــــــۀ هدیره کښې زۀ یواځې تنها
یاره ګوهر ! رڼومـــــــــه شوګیــــــــــــــــــــره د جانان
لکه څراغ پروت پــــــــــــۀ کوټه کښې زۀ یواځې تنها
Post a Comment