نظم : فرياد
شاعر : اجمل خټک
د لویو لویو قدرتونو ربّه
یو تمنا ده اورېدی شې که نه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګے
د چا د زړه لوګے لیدې شې که نه
ستا د سیلئو او طوفانونو په مخ
یو اسوېلے دے درلېږل یې غواړم
ستا د چپو چپو سیندونو په نوم
لېمه راډګ شو څڅول یې غواړم
هسې نه چوڼ د خلې وېستل کفر شي
هسې نه تاته هم ژړېدل کفر شي
ستا د جنت د نعمتونو نه ځار
زه درته وږي په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو
هلته شو ستا د دوزخونو خشاک
دلته د دغه قصابانو خوراک
هلته د هغه ښامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړو او نه سپین پاتې شو
نه د دنیا شو نه د دین پاتې شو
ستا د سنګینو فیصلو نه قربان
ولې حیران یم کوم قانون ومنم
تۀ خو دې خپل قارون په ځمکه منډې
زه دې په سر باندې قارون اومنه
ستا په رضا زما رضا ده ربّه
کاڼي هم نس پورې تړلے شمه
(خو) چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلے شمه
راډک شو زړه ایسارولې ئې نه شم
خلۀ ماته ښه ده خو ګنډلې یې نه شم
ستا د جنت په طمع طمع چې مري
د هغه وږو په سلګو مې قسم
په دې دوزخ کښې یې نور نه شم لیدے
ستا د رضوان په منارو مې قسم
یا خو د ځمکې په دې ارته سینه
ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه
یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکښې
د یوې چغې اجازت راکړه
چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړۀ کړم
یا په خپل ځان باندې کارغان ماړۀ کړم
Post a Comment