روغانے بابا / يو ځائے روغـانــي کوم نيکي بدي

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Monday, November 27, 2023

روغانے بابا / يو ځائے روغـانــي کوم نيکي بدي

 



سوال ئې د ديدان پۀ کوم درګاه اوکړم

زۀ  منت  زاري  پۀ  کوم  بارګاه  اوکړم


ساه ده چې  ئې  اخلمه  راځي  اُوځي

څۀ  به  اعتماد  پۀ  خپله  ساه  اوکړم


نۀ څۀ قرباني نۀ چې  وي  درد  پکښې

داسې   يارانه   که   پۀ   واللّٰه   اوکړم


زلفې چې خوارې کړي او سينګار اوکړي

زۀ  نور  څۀ  کولې  شم  خو  آه  اوکړم


حسن  سرمايه   ده   د    غرور    منم

بيا  ولې ګمان  پرې  د  بدخواه  اوکړم


يو  ځائے  روغـانــي  کوم  نيکي  بدي

اخلم  چې  بوسه  نو  بسم اللّٰه  اوکړم

 ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

 عبدالرحيم روغاني

 ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

 

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف