ستا اووه واړه جنته
د دې یو د ناز بڅرې
ستا څلویښت زره کتابه
د دې دوه خوږې خبرې
ستا وعدې اوږدې د حورو
دلته سرې شونډې شکرې
تا له قرض ژوندون درکړم
دا راکېی پې ملغلرې؟
ماشوم ویل چې جنت پریږدم
ستا د سور دوزخ د یرې
جانانه میخانه درکړم
واخلم ستا کنډې کپرې
ملا تا څکلي نه دي
نرۍ شرې شونډې کاپرې
ستا په غېږ کې ناستې نه دي
د کالو ډکې کونترې
راشه راشه لیوني له
جام اوچت که مسلمان شه
د رندانو په مذهب شه
جنتي په دې جهان شه
ایک تبصرہ شائع کریں