تسلي
د تهمت نه به جهان کښې څوک خلاص نه شي
چې اسمان وي کله کله وي ورېځې
چې کم اصله وي په هېڅ هم نه خپلېږي
چا غړلی دی د شنو شگو نه مځې
د قالين برابري به کله وکا
که هزار رنگه شي رنگ بون او بر وځي
که د وچو په ډېرۍ کښې ته يو لوند يې
گمان مه کوه چې ته به و نه سوځې
د مردانو کار د فلک ځواب په سوک دی
هسې نه چې کړې ژړا لکه د ښځې
چې وخت راشي ښه زړه تش کړه غني خانه!
څو د قهر په لړمون کې پټ پټ سوځې؟
ایک تبصرہ شائع کریں