تور ته چــــــــــــې تور نۀ وایم
بیا خو چـــــــــــې نور نۀ وایم
سخته شــي خو هم ګــــــورے
هــــــــــــــر چـاته رور نۀ وایم
زور کـــــــــــــوې د بل پـۀ زور
زور تــــــــــــه دې زور نۀ وایم
درد دې وي خـــــــــو چــاته به
نـــــــــــــــور د ټکـــور نۀ وایم
بې مــــــــوره کور،کور نــۀ وي
زۀ ورتـــــــــــــه کــور نۀ وایم
ژونــــد ثاقــــــــــبه بې مینــې
څــــــــــنګ ورتــه اور نۀ وایم
محـــمدالیاس ثاقب سوات

Post a Comment