مــېرات ( افسانه )
روزی خان ناز
*********
د شپې درې بجی صنوبر خان به اسپتال کښې د وارډ نه بهر برنډه کښې یو سرته تلو او کله بل سرته ۔ یوه ګېنټه پس یئ کشرۍخور رامنډه کړه وی لالا مبارک شه الله درله زوے درکړو۔
صنوبر خان د خوشحالی نه د خور په سر لاس راښکۀ
او زر یئ جیب ته لاس کړو پینځه زره روپي يې راوخستی ۔کايئنات دا ستا زیرے شو
او زر یئ جومات ته مخه وکړه۔
سحر اذانونو ته لږ وخت وۀ۔ اودس يې وکړو او دوه رکعته مونځ یې وکړو ۔ رب ته یئ سجده ولګوله او په ژړا شو
یاالله زه ستا ډیر شکر ګزار یم چې زه یو عاجزه بنده دی د اولاد په خوشحالۍ ونازولم زه خو نا امیده شوے وم ۔
ما خو په زړۀ د میرات نوم لیکلے وۀ۔ ما خو داسی حکیم ډاکټر نه وو پريښودے په باباګانو بیرانو پسې هم ډیر ګرځیدلےوم۔
نن زما وارث پیدا شو لس کاله بعد الله تعالی زما جولۍ د خوشحالو نه ډکه کړه
خانم به اوس پردی ماشومان به غیږ کښې نه اخلی۔ نه به د پردو ماشومانو سره ټوقی ټقالی کوی نن زمونږ د خاندان د لویو وړو دعاګانو رنګ راوړو په دی سوچونو کښې ډوب وو بیا يې د ککی نوم کېښودلو ته خیال شو
عبدالله نوم صیح دے ۔نه نه محمد نوم صیح دے حضرت علی نوم هم صیح دے حضرت علی د الله تعالی شېر وۀ ځکه به یئ ورته شیر خدا وې
دې سوچونو کښې ډوب وۀ لنډه دا چی اقامت شروع شو زر پاڅېد اولنی صف کښې امام پسې شاته ودریدو په مانځۀ ولاړ وو خو په زړه کښې یئ قسماقسم خیالونه راتلل۔
خیر امام صیب سلام وګرځو چی دعا ختمه شوه صنوبر زر د جومات نه راووتو
ځم چی ماشوم وینم او خانم له مبارکی ورکړم چی زمونږ هغه اوږد انتظار ختم شو
چی څنګ وارډ ته راورسیدو د کمری مخي ته خلق راجمع شوے وو چغی او شور جوړ وو صنوبر هم وارخطا شو زریې خور نه تپوس وکړو
کاينات خیر خو دے?
خانم ښه ده کائنات د لوپټي په پیسکی د سترګو نه اوښکی وچی کړی خو بیا سلګو ونیوۀ
او خبره یئ شروع کړه چی لاله بهابی ښه ده ماچي په تاسو زیرے وکړو او واپس شوم بهابی اوده وه او ماشوم هم ورسره خواکښې غلے پروت وو مانځه وخت وو ما وی چې زۀ ورته مونځ وکړم اوداسه دپاره بلی کمری ته لاړم هلته می مونځ هم وکړو چي واپس کمری ته راغلم بهابی اوده وۀ او ماشوم نه وو ما زر په ډاکټر پسی منډا کړه د اسپتال ټوله عمله راغله ځوکیدار هم راغلو خو د ماشوم پته او نه لګیده چی ځه شو بهابی عاجزي هم په ژړا ژړا ځان مړکړو اوس ورله ډاکټر صیب د نشی ستنه اوهله او سترګې يې پټی شوی
صنوبر یو دیوال ته ډډا اوهله او کیناستو
ډاکټر فاروق. وار مه خطا کوه هرچا چـي هـم دا کار کـړے د قانو ن نه به چرته څې مونږ ټوله عمله تاسره ولاړ یو په الله بروسـه سـاتـه الله به خیرکړی
صنوبر چي په سترګو کښې اوښکی ډنډ شوی وی. وی ډاکټر صیب زمونږ نصیب کښې د اولاد خوشحالی نشته
روزی خان ناز
کانجو

Post a Comment