غزل
ستا تصویر یې په دیوال دی لګولی
یو ثواب یې په وبال دی لګولی
څو ګیلې، څو آرمانونه مې ترې راوړل
یو بیمار محبت سټال دی لګولی
چرته ما په غلطۍ کې خال یاد کړی
اوس هغې په زنه خال دی لګولی
هغې مخ پټ کړو او ما لاره غلطه
طالبانو دا څه حال دی لګولی
چا نظره کړل صابره ماښامونه
چا بندیز په ماه و سال دی لګولی
صابر شينواری

Post a Comment