خوښه ئې بد کوي کۀ ښۀ کوي څوک

شاعرې

Tuesday, October 24, 2023

خوښه ئې بد کوي کۀ ښۀ کوي څوک

 





خوښه ئې بد کوي کۀ ښۀ کوي څوک

دلته تپوس د چا نـــه نــۀ کوي څوک


چې نن یــــوه ســــبا لــه بلــــه وایې

باور به څنګه سـتا پۀ خلۀ کوي څوک


هر سړی تنــــــــده د نظــــــــر ماتوي

د ګل پۀ ژوند خــــــبره نۀ کوي څوک


دا چې پۀ هر قدم تېــندک دی پۀ کې

کیسه زما د ژونـــــــــدانۀ کوي څوک


هغه لا اوس هـم پــــــۀ اوږو ګرځوم

لوبې چې تل زما پــۀ زړۀ کوي څوک


د هغه خلکو ســره خونـــد کوي ژوند

چې پرېواتــۀ اؤ پاڅېــدۀ کوي څوک


زیاره دا شعر نیــم کۀ هــم ونۀ لیکې

تۀ نور د څــۀ پــۀ تا څـــۀ کوي څوک

/

ډاکټر خالق زیار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف