غزل ـ ډاكتر اسرار اسرار
د ژوند نغمه ـ مخ 53-54
ـ
ساقي جامونه درنه غواړم د جامونو پۀ نوم
ستا د دې سترګو ګلالو شونډو لالونو پۀ نوم
ـ
دا چې خندا کوي ګلشن کې تش ګلونه نۀ دي
سپرلي راوړی دی پېغام د ګرېوانونو پۀ نوم
ـ
ما به هم نوم و عاشقۍ ته د مذهب ورکړی
ډېر دي لوټ شوي انسانان د دې نومونو پۀ نوم
ـ
د نن خبرې بهرسبا ته زړې شوې وي بیا
دغه فرمان دی د وختونو، د وختونو پۀ نوم
ــ
ماته يې سمه پته نشته خو ور وبه رسي
یار ته یو خط لیکمه زۀ د بهارونو پۀ نوم
ـ
د کوم مقام نه راروان یمه پۀ ډاډ يې د یاد
نوي یادونه ورلېږمه د یادونو پۀ نوم
ـ
اسراره ټول خواږه د ژوند پۀ خوږه مینه کې دي
دا وصیت پرېږدمه زۀ د ټولو زړونو پۀ نوم
ـ
ـ
ـ Dr Israr ډاکټر اسرار

Post a Comment