شاه نوار باقر / دنيا سيلاب وړي، که احسان راکوي

شاعرې

Tuesday, October 31, 2023

شاه نوار باقر / دنيا سيلاب وړي، که احسان راکوي

 





ـــــــــــــــــــــــــ

غزل


دنيا سيلاب وړي، که احسان راکوي؟

خوب کې چترۍ څوک د باران راکوي


اوس په اخبار هم مصــرف نه کومـه

د وطــن حـــال دکانداران راکــوي


د بچو رزق هم په دوى باندې خورم

خداى خبـر څه راته مـرغان راکوي؟


سبا په ما باندې قبضــه ونه کړي

يو کرايــدار راته مــکان راکـوي


په بې معياره غـــزل داد راکـــوي

څومــره خواږه زهــــر جهان راکوي


باقــره! ګرد په جامـــو نه پريږدوي

د ژوند احساس راته ياران راکوي

#باقر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف