سراج الدين سراج / سکون لاړ شي ــــ چې بېسياره شي دولت

شاعرې

Tuesday, October 31, 2023

سراج الدين سراج / سکون لاړ شي ــــ چې بېسياره شي دولت

 


غزل


سکون لاړ شي ــــ چې بېسياره شي دولت

ژوند بې خونده شي چې حد شي د غربت


ساګ سکړک چې در رسيږي ـــ غنيمت دے

چې بخښلے درته رب وي ـــــــ روغ صحت


د مال حرص ــــــــــ د ژوندون مدعا نۀ ده 

نعمتونو کښې ــــــــــــــــ نعمت دے قناعت


چې پۀ زور غصب د خوارو برخه اوخوري

داسې خلګو باندې ـــــــــ رب کړي تُو لعنت


چې د بل پۀ ګټه ژوند کړي ښاد به نۀ شي

مدام اوسي به ـــــــــــــ سر کوزے ملامت


د هغه عمل نه ـــــــــــــــــــ لرې لرې ګرځه

چې کولے ئې ــــــــــــ بيا نۀ شې وضاحت


د قامونو د عروج نه ـــــــــــــ سبق واخله

چې تسخير ئې ـــــ کائنات کړۀ پۀ حکمت


چې سبب شې ـــــــــ د تذليل انسانيت له

طمع دار نۀ شې ــــــــــــــ سراجه د جنت

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف