.
سندره
فضل سبحان عابد
په پردۍ ژبه کښې اظهار دمحبت مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
په خپله شته ژبه کښې ياره دا عادت مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
په کال کښې يو خط رالېږه خو په پښتو کښې اشنا
چې يې د هر ټکي نه خؤند اخلمه
زړۀ به مې روغ وي د بېلتون په ؤرځو شپو کښې اشنا
چې يې د هر ټکي نه خؤند اخلمه
ګنې زما نه ګؤرے طمعه بيا د خط مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
زۀ د غالب او تقي مير په ژبه څۀ پوهېږم
ماته خو ليکه د خاطر شعرونه
د خپل رحمان او دخوشحال په ژبه ښۀ پوهېږم
ماته خو ليکه د خاطر شعرونه
پردو شعرونو ته دې نشته دے حاجت مه کوه
ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه
هاغه چې تاته پکښې مور دي الله هو وئيلي
جانانه هاغه ژبه مه هېروه
هاغه چې مونږ پکښې حالونه د زړګو وئيلي
جانانه هاغه ژبه مه هېروه
هسې زما سره وعدې د ننګ او پت مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
ماته د هير او د رانجها خبرې څله ليکې
ماته آدم او درخانې يادوه
ماته مجنون او د لېلا خبرې څله ليکې
ماته آدم او درخانۍ يادوه
د زړۀ قيصې راته د نورو په الفت مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
ماته ګيلې ليکه , کنځلې او ښېرې اوليکه
خو د پښتو په سندريزه ژبه
ياره خبرې راته ښې ترخې ترخې اوليکه
خو د پښتو په سندريزه ژبه
په بله ژبه په ما زېرے د جنت مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
مانه خفه يې کۀ غصه يې په تا څۀ شوېدي
عابده تۀ خو په پښتو مئين وې
لکه چې وې هاغسې نه يې په تا څۀ شوېدي
عابده تۀ خو په پښتو مئين وې
ځان ته مې مه قاروه خانه شرارت مه کوه
ماته خطونه په پښتو کښې ليکه
Post a Comment