نظم سرکار
پۀ دي خبره هره شپه خورمه خپل زړۀ سرکاره
د دې وطن نظام به ښۀ شې او که نۀ سرکاره
دلته کښې ولې هره ورځ داسې مرګونه کیږې
دلته کښې ولې پۀ غریب باندې ظلمونه کيږې
دلته کښې ولې دا زړۀ چـاودې فسادونه کیږې
دلته کښې ولې د اسلام په نوم جنګونه کیږې
دلـــتـــه پـــۀ کـوم ګنـا قتلیږې پښتانـۀسرکاره
د دې وطـــن نظام به ښۀ شې او که نۀ سرکاره
د دې وطن ســـره د زړۀ نـــۀ مونږ وفــا کړې ده
د دې وطن سره مونږ مینه پــۀ ریښتیا کړې ده
د دې وطن د پاره هــروحت مونږ دعــا کړې ده
د دې وطــــن پـــالـنــه مــونږه برملا کړې ده
وایا پـۀ څـۀ دي رانـه بد دے دومره زړۀ سرکاره
د دې وطن نظام بـــه ښه شې او که نۀ سرکاره
تۀ مونږ ته پام اوکړۀ دا مونږ مسلمانان نۀ یوڅۀ
تۀ مونږ ته پام اوکړۀ پۀ سمه لار روان نۀ یوڅۀ
مــونــږه پــه لاره د نبې اخیر زمان نـــۀ یوڅۀ
مونږ به دردیږو نۀ دا مونږه انسانان نـــۀ یوڅۀ
نـــوره دې ختمه کـــــړۀ د ظلم دا تیارۀ سرکاره
د دي وطن نظام بۀ ښــۀ شې اوکه نـــۀ سرکاره
له خدایه اویریږه مونږه خپل ژوندون تۀ پریږده
مونږه پۀ دي پښتنۀ خاوره خپل سکون تۀ پریږده
چې مونږه ځان بدل کړو مونږه خپل بدلونه تۀ پریږده
دا مونږه هـــم چرتـــه روښانه سباون تــــۀ پریږده
ستـــادې نظام رالـــه خـــراب کـړلــــه مازغۀ سرکاره
د دې وطـن نظام بــۀ ښۀ شـــې اوکه نــۀ سرکاره
که داسې حال وې دا وطن به ترقې اونه کړې
که داسې حال وي نو راپیخه به سپرلې اونه کړې
که داسې حال وې نو هیڅ څوک به خوشحالې اونۀ کړې
که داسې حال وې نو قرار بـــــه موزړګې اونۀ کړې
نقیب لیدے نۀ شې حالات داسې تراخۀ سرکاره
د دي وطن نظام بــــۀ ښۀ شې اوکه نــۀ سرکاره
نقیب یوسفزے
Post a Comment