چې په ککو کښې ستا د مينې ميکده ګرځوم
سترګو کښې خوب او په بڼو کښې شوګيره ګرځوم
لا خو د دړد په تار کښې پېرم د الفت ګلونه
لا خو د زړه د پرهر خوله په وينوسره ګرځوم
زه لېونی يم که رښتيا ازار وهلی يمه
چې په ړندو پسې په لاس کښې ائينه ګرځوم
خير ! ما دې وژني ما دې مړ کړي د رڼا قاتلان
زه به په لاس کښې د شعور بله ډيوه ګرځوم
له سپينو واورو بارانونه د سپرلي غواړمه
په تورو غرونو د سپوږمۍ ماته کاسه ګرځوم
ما د حالاتو لېونۍ سوکړه وژلی نه شي
زه د ارمان په تندي ستا د خيال خوله ګرځوم
ما لېونی به پکښې خدای خبر چې څوک پېژني
زه د ټول کلي غم د مينې په اوږه ګرځوم
د تورې شپې توره تياره د ژمي يخه يخني
زما نصيب دی چې په لپه کښې لمبه ګرځوم
Post a Comment