د احتساب د سر نشه ماتوم
په تنده نه يم خو توبه ماتوم
د انتطار د خاطر صبر تمام
سر د جانان په دروازه ماتوم
دمجبورۍ هره سودا خورام
دبې وسۍهره پنجره ماتوم
تاته يې يو څه ماته بل څه وؤې
دا د روغژنه ائېنه ماتوم
د محبت د ارمان هره تنده
ستا د قامت په تاتره ماتوم
وريځې راغلې مېخانې ته ځمه
خدايه!توبه مې ده توبه ماتوم
ساقې په سترګو کښې نشه راکوه
پياله دې سر وخورې پياله ماتوم
ایک تبصرہ شائع کریں