نۀ دې بدلیږی د تقدیر کرښې
زۀ به رکاږم د تدبیر کرښې
فکر مې بل پله ځی ماته ګوره
رانه کاګیګی د تصویر کرښې
اوکړه نتقید پرې بې لحاظه وکړه
زۀ درلیږمه د تحریر کرښې
وینم چې څومره تجریدی خوبونه
رسی تر تا ئې د تعبیر کرښې
شر ته نیزدې مۀ ځه چې زړۀ ئې اوچوی
د شیطان کوتې د شریر کرښې
احتیاط غواړی ترجمان وی قام
ځی تر وطنه د سفیر کرښې
ازار به شی درپسې مۀ راکاګه
تۀ د اتڼ پۀ چم د ویر کرښې
د وخت کتاب مفسیر لوستے نۀ دے
توره وی هسې د تفسیر کرښې
د غلامۍ پکښې پخې نخې دې
پۀ لاسو پخو کښې د زنځیر کرښې
د ښاپیرو د څوکۍ خیجی لمبې
چې ولړزیګی د پامیر کرښې
دی بختور لاړې تر لرې لرې
د ځنې خلقو د تشهیر کرښې
خپلواکه بیا تازه کول غواړی
دا تتې تتې د ضمیر کرښې
Post a Comment