غزل
يو سړي ته بې وعدې يمه ښه نه يم
نن ملگرو بې مزې يمه ښه نه يم
د تا سترگې مې د سترگو نه پنا دي
نشه يي يم بې نشې يمه ښه نه يم
ښه! پرون خو تانه لرې وم ښه نه وم
نن خو تا سره نږدې يمه ښه نه يم
اوس به ډوب وای خوبولی که زه ښه وای
راوتلی چې د شپې يمه ښه نه يم
پخپل شعر مې تبصره دا ده ممتازه
چې بس لږ ډېر ورنږدې يمه ښه نه يم .
Post a Comment